جلال اباد-پل علم (پژواک ٣١ وږى ٩٣): په ننګرهار، لوګر او لغمان ولايتونو کې دوه ملکي وګړي، يو پوليس او يو وسله وال وژل شوي، څلور ملکي کسان او يو وسله وال ټپيان دي.
د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د روغتون امر ډاکتر نور اغا پژواک خبري اژانس ته وويل،نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په ميرزاخېلو سيمه کې پر ملکي وګړو د ماين چاودنه شوې چې يو کس په کې وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې د ټپيانو درملنه روانه ده خو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
هڅه مو وکړه چې د خوږياڼو ولسوالۍ د چارواکو نظر هم واخلو خو بريالي نه شوو.
بلخوا چارواکي وايي، د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې پر يوه کور د هاوان د لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ماښام د قدير کلا په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه وويل چې دا هاوان د وسله والو طالبانو له لوري راتوغول شوى وو.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي شېرملنګ پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې وژل شوى ماشوم د ١٤ کلونو وو او په ټپي ماشومانو کې يوه نجلى او بل هلک دى.
بلخوا په لغمان کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ په نښته کې يو وسله وال او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه د اليشنګ ولسوالۍ د اسلام اباد په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد کړى.
ځواک وايي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې يو وزيرستانى وسله وال وژل شوي او بل يې ټپي شوى دى.
دى زياتوي چې دغه کسان په سيمه کې د طالب قوماندان غلام رحمان له ډلې وو او په شمکټ دره کې يې په ډېرو ورانکاريو کې لاس درلود.
د ده په وينا چې په نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو د دې پېښو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن