واشنګټن (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ډاکټر اشرف غني او عبدالله سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې پر ملي يووالي حکومت هوکړې ته د رسېدو مبارکي ورکړې ده.
په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بارک اوباما تېره شپه دواړو افغان مشرانو ته ټيلېفون وکړ او د ملي حکومت په اړه پرېکړې ته د رسېدو مبارکي يې ورته وويله.
اوباما زياته کړې چې د ملي حکومت پر تړون له لاسليک سره دواړو افغان کانديدانو د لومړي ځل لپاره د واک سوله ييز لېږد ته لاره برابره کړه.
هغه له ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله څخه مننه وکړه او د دوى سياسي بصيرت يې وستايه چې د خپلو ملي ګټو لپاره هوکړې ته ورسېدل.
اوباما د دې اړيکې پر مهال افغانستان خپل ستراتيژيک همکار هېواد ګڼلى او له نوي افغان حکومت سره يې د همکاريو او مرستو ډاډ ورکړى دى.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم دواړو کانديدانو او د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون ته مبارکي ورکړې ده.
تر څو مياشتو ناندريو وروسته بالاخره پرون دواړو کانديدانو د ملي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه او يو تړون يې لاسليک کړ.
دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې او ډاکټر اشرف غني يې د افغانستان ولسمشر اعلان کړ.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن