ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات لپاره د طالبانو والي ووژل شو

د هرات لپاره د طالبانو والي ووژل شو

author avatar
22 Sep 2014 - 17:40
د هرات لپاره د طالبانو والي ووژل شو
author avatar
22 Sep 2014 - 17:40

فراه (پژواک ٣١ وږى ٩٣): ځايي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د هرات لپاره د وسله والو طالبانو والي، په دغه ولايت کې د طالبانو له نظامي مسوول  او دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال مير اسدالله کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد نومول شوى والي عبدالرحمن نيکه په هرات کې د طالبانو د نظامي چارو مسوول عبدالقدير او د هغوى دوه ساتونکي نن د فراه د بکوا ولسوالۍ په دوشنبې بازار سيمه کې وژل شوي دي.

هغه وويل چې دغه کسان په يو کرولا موټر کې پر لاره وو چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې تر بريد لاندې راغلل او ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.