ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان ولسمشر د احمدزي د بريا مبارکي ورکړه

د پاکستان ولسمشر د احمدزي د بريا مبارکي ورکړه

author avatar
22 Sep 2014 - 18:06
د پاکستان ولسمشر د احمدزي د بريا مبارکي ورکړه
author avatar
22 Sep 2014 - 18:06

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٣): د پاکستان ولسمشر، اشرف غني احمدزي ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د ملي يووالي حکومت له جوړېدو هر کلى وکړ.

د ممنون حسين له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نوموړى د ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو په اړه خپلې ټولنې نېکې هيلې څرګندې کړې دي.

نوموړي ويلي، د افغانانو دغه تصميم د احمدزي د مشرۍ پر توان د اعتماد څرګندونه کوي، څو وکولى شي خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

ممنون حسين ويلي، افغانستان او پاکستان يو له بل سره ژورې فرهنګي، مذهبي او تاريخي اړيکې لري او دغه هېواد هڅه کوي، چې له افغانستان سره پياوړو او دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو ته پراختيا ورکړي، چې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي او کولى شي، د سيمې خلکو ته سوله، ثبات او سوکالي ور په برخه کړي.

د پاکستان ولسمشر ويلي، دى له خپل نوي افغان سيال سره کار ته چمتو دى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر ټولو زياتې ژورې شي او دواړه هېوادونه خپلې دوه اړخيزه همکارۍ د سيمه ييزو همکاريو د پراخيتا لپاره پياوړې کړي.

همدارنګه د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بيرد، نن د يوې بيانيې په خپرولو سره د اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت جوړېدو لپاره له شوي هوکړه ليک هرکلى کړى دى.

هغه ويلي، سوله ييزه هوکړه ليک به په افغانستان کې د لا زيات ثبات او سوکالۍ سبب ګرځي او ډاډ ورکوي، چې نوى حکومت به د افغانستان د ټولو وګړو استازيتوب وکړي او له يوه ولسمشر څخه به بل ولسمشر ته د واک د تاريخي لېږد لپاره زمينه مساعده کړي.

جان بيرد د ټاکنو د پايلو د اعلان په اړه د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې او څرګنده کړې يې ده، چې اوسمهال اړتيا ده، چې د افغانستان نوې مشرتابه د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون په چټکۍ حرکت وکړي، څو يو لړ هغه اقتصادي او امنيتي ننګونې، چې افغانستان ورسره مخ دى، لرې کړي او له بلې خوا د سوداګرو او پانګه والو اعتماد راوګرځوي.

نوموړي په پاى کې ټينګار کړى چې: ((کاناډا له نوي افغان حکومت سره د کار کولو لپاره انتظار باسي، څو له دغه حکومت سره د شته ننګونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.))

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون، تېره ورځ اشرف غني احمدزى د افغانستان د نوي ټاکل شوي ولسمشر په توګه اعلان کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.