ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سويډن په بلخ کې قونسلګرۍ پرانيستله

author avatar
22 Sep 2014 - 20:27
author avatar
22 Sep 2014 - 20:27

مزارشريف (پژواک ٣١ وږى  ۹۳): د هېواد د شمال د مرکزي ولايت بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په تر سره کولو د سويډن هېواد قونسلګري پرانيستل شوه.

په دغو مراسمو کې، چې د سويډن هېواد قونسلګري د پرانيستې په موخه د وږي په ۳۱مه، په مزارشريف کې ترسره شول، په افغانستان کې د سويډن او المان هېوادونو سفيرانو، د شمال زون لوړپوړو امنيتي مسوولينو، د بلخ والي، په مزارشريف کې د ځينو بهرنيو ملکونو سياسي استازو، د ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو او مدني ټولنې ځينې فعالانو برخه اخيستې وه.

په افغانستان کې د سويډن سفير پيتر سمنبي د يادې غونډې په ترڅ کې وويل، چې سويډن له افغانستان سره د دوستي تاريخي مخينه لري او له دې وروسته به دغه اړيکې لا پسې پياوړې شي.

نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو وروستيو پايلو ته په اشارې سره وويل، چې د د دواړو نوماندانو جوړجاړي ته په ښه سترګه ګوري او د افغانستان په ګټه يې بولي.

د هغه په وينا، له افغانستان سره د مرستو پنځه کلن پلان لري، چې په پلي کولو به يې له دغه هېواد سره د دوی اړيکې لا پسې پراختيا ومومي.

پيتر د افغانستان په شمال کې د خپل هېواد قونسلګري پرانيسته، له افغانستان سره د ښو اړيکو او د همکارۍ د پراختيا ښه بېلګه وګڼله.

په افغانستان کې د المان سفير مارکوز پوتزيل، چې د سويډن هېواد قونسلګري د پرانيستې په غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د ملي وحدت پر حکومت د دواړو نوماندانو هوه کړه يې د افغانستان لپاره تاريخي ارزښت وباله.

نوموړي زياته کړه: ((دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده، چې دواړه نوماندان سياسي هوه کړې ته سره ورسېدل.))

د هغه په وينا، افغانان د ښه حکومت لرلو وړتيا لري، دوی هيله لري، چې د افغانستان راتلونکی حکومت د دغه هېواد د ثبات او پراختيا ضمانت وکړي.

د بلخ والي عطامحمد نور، چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دواړو نوماندانو د هوه کړې ستاينه وکړه؛ خو زياته يې کړه، چې کاشکې دغه هوکړه د افغانانو د رايې پر بنسټ شوې وای.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.