ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوېل کې د باور دويم پړاو عمليات پيلېږي

سوېل کې د باور دويم پړاو عمليات پيلېږي

author avatar
22 Sep 2014 - 10:44
سوېل کې د باور دويم پړاو عمليات پيلېږي
author avatar
22 Sep 2014 - 10:44

کندهار (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د ملي اردو چارواکي په سوېل کې د باور په نوم پيل شوي عمليات بريالي بولي او وايي چې ډېر ژر به يې دويم پړاو هم پيل شي.

د باور عمليات چې د ملي دفاع وزارت له لوري د فتح په نوم عملياتو په چوکاټ کې پلان شوي؛ د کندهار، زابل، اروزګان او دايکنډي ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې روان دي.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د ارکانو رييس بريد جنرال سيد واقف شاه سيدي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د باور په نوم عمليات د ګډو ځواکونو له لوري دوام لري او تر دې مهاله يې ښې پايلې لرلې دي.

هغه زياته کړه، دغه عمليات د کندهار په غورک، ميوند، شاوليکوټ، خاکرېز، ميانشين او پنجوايي او د زابل په اټغر، ارغنداب، نوبهار مېزانه، د اروزګان په چارچينو، خاص اروزګان، چوره او د دايکنډي په ګېزاب او کجران ولسواليو کې، چېرې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه محسوسېږي، روان دي.

دى وايي، په دغو عملياتو کې د ملي اردو تر څنګ ملي پوليس، ملي امنيت او د عامه نظم پوليس هم ګډون لري.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې تر دې مهاله لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ګڼې لارې له ماينونو پاکې شوې او په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه نيول شوې ده.

هغه د بېلګې په توګه تېره اوونۍ ياده کړه چې د دغو عملياتو په پايله کې ٤٦ وسله وال وژل شوي او ٢٦ ټپيان شوي، دغه راز ١٠٠ کړۍ ماينونه کشف او ١٠٠ کيلوګرامه باروت او يوه اندازه وسلې يې نيولې دي.

نوموړي دغه عمليات اوږدمهال وګڼل او ويې ويل چې هره مياشت به سيمې ارزول کېږي او په کومو سيمو کې چې امنيتي ګواښونه موجود وي، هلته به عمليات ترسره کېږي.

سيدي زياته کړ چې ډېر ژر به د تلې په مياشت کې د باور عملياتو دويم پړاو پيل شي او ګڼې سيمې به تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

هغه وويل، د عملياتو په دويم پړاو کې به يې هڅه دا وي چې ولسواليو ته غځېدلې لارې پرانيستې وساتي او په اوږدو کې يې امنيتي بېسونه جوړ کړي.

جنرال سيد واقف شاه په دې لړ کې له کندهار ښار څخه غورک ولسوالۍ ته غځېدلې لاره مهمه وګڼله چې ډېر مهال پرې د شته ګواښونو له امله خلک تګ راتګ نه شي کولاى.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې په هلمند کې وروستۍ ناامنۍ څومره د کندهار امنيت ګواښلى شي؟ وويل په کندهار کې د ټولو امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي شته او چې کله هم هرې غاړې ته عمليات پيلېږي، نو ټولې چارې يې په تفاهم ترسره کېږي.

هغه د بېلګې په توګه ژېړۍ ولسوالۍ ياده کړه چې يوه مياشت مخکې له هلمند ولايته راغلي سلګونو وسله والو ورباندې بريد وکړ، چې امنيتي ځواکونو يې پر وړاندې عمليات وکړل او هغوى ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.

ده وويل، همدا اوس چې د هلمند په سنګين او کجکي ولسواليو کې عمليات پيل شوي، هغوى د اروزګان په ګيزاب، چارچينو او ځينو نورو سيمو کې عمليات پيل کړي، تر څو د وسله والو د اوښتو رااوښتو مخه ونيول شي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د پر له پسې عملياتو په پايله کې به هڅه کوي د خلکو امنيت خوندي کړي او د وسله والو فعاليتونه له منځه يوسي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.