ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت په کندهار کې شپږ وسله وال ونيول

ملي امنيت په کندهار کې شپږ وسله وال ونيول

author avatar
22 Sep 2014 - 19:17
ملي امنيت په کندهار کې شپږ وسله وال ونيول
author avatar
22 Sep 2014 - 19:17

کندهار (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د ملي امنيت منسوبينو د کندهار په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال مخالفين نيولي دي.

د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي کسان د کندهار ښار او ارغنداب  ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې په خپلو سيمو کې يې د ورانکارۍ کړنې تر سره کولې.

سرچينه وايي، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې د دولت پر ضد په بېلابېو چاودنو او وسله والو بريدونو کې لاس لري.

په دې وروستيو کې د کندهار د ملي امنيت رياست د وسله والو مخالفينو د نيول کېدو هڅې چټکې کړې او تر دې وړاندې يې هم ګڼ شمېر کسان د وسله والو فعاليتونو په تړاو نيولي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.