ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو لس وسله وال وژل شوي

ميدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو لس وسله وال وژل شوي

author avatar
22 Sep 2014 - 10:56
ميدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو لس وسله وال وژل شوي
author avatar
22 Sep 2014 - 10:56

ميدانښار (پژواک ٣١ وږى ٩٣) : د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د طالبانو او حزب اسلامي ١٠ وسله وال وژل شوي او د تېلو پنځه ټانکر هم سوځول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو پرون له غرمې وروسته په سيداباد ولسوالۍ کې پر اکمالاتي کاروان بريد کړى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د تېلو پنځه ټانکر سوځېدلي دي.

خوږياڼي وويل چې د بريد پر مهال په سيمه کې هم نښته رامنځته شوې چې له امله يې درې وسله وال او يو پوليس وژل شوى او يو شکمن تن نيول شوى دى.

د نوموړي په وينا، د نښتې پر مهال پنځه پوليس هم ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې په دې نښته کې د تېلو پنځه ټانکر، ١٧ ټېلر او نظامي موټر سوځول شوي او ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد په دې نښته کې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر هم تاييد کړ.

د ميدان وردګو د والي وياند دغه راز وويل چې تېره شپه په نرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د حزب اسلامي د وسله والو تر منځ نښته شوې ده.

خوږياڼي زياته کړه دا نښته چې د ولسوالۍ د عيده خېل په سيمه کې شوې وه، د حزب اسلامي يو قوماندان ټپي او اوه وسله وال يې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو او د حزب اسلامي ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.