هرات ښار (پژواک ٣١ وږى ٩٣): د هرات ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په يوه مرموز بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او نهه نور يې له ځانه سره بيولي دي.
د هرات يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په څلورو بجو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د وکيل حسن په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې په دې سيمه کې د ملي اردو په يوه پوسته کې يوه سرتېري له طالبانو سره اړيکې درلودې او د طالبانو په مرسته يې دوه سرتېري چې مقاومت يې کاوه وژلي او نهه نور يې له ځانه سره بيولي دي.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي بيا وايي چې په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
دى وايي چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د تښتول شوو سرتېرو د پيدا کولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن