ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې

پکتيکا کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې

author avatar
22 Sep 2014 - 13:15
پکتيکا کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې
author avatar
22 Sep 2014 - 13:15

ښرنه (پژواک ٣١ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې او وېره ده چې ياده ناروغي نورو ته انتقال شي.

د دغه ولايت د عامي روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر سيد جعفر سادات دا خبره د وږي په ٣١مه د ګوزڼ پر ضد واکسين د درې ورځني کمپاين د پيل په مراسمو کې وکړه.

سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېر وخت وروسته په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې او دا د دوى لپاره يو ګواښ دى.

ده وويل، دغه پېښه برمل ولسوالۍ ته له شمالي وزيرستانه د راکډه شوو کډوالو په يوه څلور مياشتني ماشوم کې تثبيت شوې ده.

سلګونه کډوالې کورنۍ څو مياشتې مخکې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله دې  ولسوالۍ ته راکډه شوې دي.

ډاکټر سادات وايي: ((موږ د برمل په ولسوالۍ کې د کډوالو يو ماشوم چې وړاندې پرې شک کېده  معاينه کړ.  له بده مرغه چې دا ماشوم پر وحشي ويروس (پوليو) اخته شوى دى.))

د کتلوي معافيت امر زياتوي، دا په دې معنا ده چې ياده ناروغي پکتيکا ته راغلې او هره شېبه د دې امکان شته چې نورو ته انتقال شي.

ده له هېوادوالو وغوښتل چې د پوليو د کمپاين پر مهال ورسره مرسته وکړي څو د واکسين پروسه په ښه توګه ترسره شي.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاالله فضلي هم له خلکو وغوښتل چې د ګوزڼ پر ضد په دغه کمپاين کې خپل ماشومان واکسين کړي.

هغه په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ته په اشارې سره وويل که د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ونه شي ښايي د دې ډول پېښو کچه ډېره شي.

د والي مرستيال وويل چې دوى به دا واکسين پر کډوالو هم تطبيق کړي.

چارواکي وايي په پکتيکا ولايت کې به د واکسين د دغه کمپاين په ترڅ کې ١٥٣زره  هغه ماشومان واکسين کړي چې  تر پنځو کلونو يې عمرونه کم دي.

افغانستان د نړۍ درېيم هېواد دى چې د پوليو يا ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.

په ٢٠١٤ م کال کې د شوو څېړونو پر بنسټ په پاکستان کې د پوليو ١٠٤، په افغانستان کې د پوليو ٨ او په نايجريا هېواد کې پنځه پېښې تثبيت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د زمري په ٢٦مه اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې يې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړ چې په ترڅ کې به يې ٨.٩ ميليونه ماشومان واکسين کړي.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل پر قومي مشرانو او ديني علماوو غږ کړى و چې په دغه کمپاين کې ورسره مرسته وکړي او له خلکو يې وغوښتل چې خپل ماشومان دې واکسين کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.