ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو د راديو تلويزيون پر ودانۍ توغندى لګېدلى

د ميدان وردګو د راديو تلويزيون پر ودانۍ توغندى لګېدلى

author avatar
23 Sep 2014 - 13:59
د ميدان وردګو د راديو تلويزيون پر ودانۍ توغندى لګېدلى
author avatar
23 Sep 2014 - 13:59

ميدانښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د راديو تلويزيون پر ودانۍ توغندى لګېدلى دى.

د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار  اوه بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغل شوى توغندى په ميدانښار کې د راديو تلويزيون پر ودانۍ لګېدلى دى.

د نوموړي په وينا، د دغه بريد له امله د راديو تلويزيون د ودانۍ يوه برخه او ورسره نږدې د ميدانښار مرکزي جومات هم زيانمنه شوي دي.

د ميدان وردګو د راديو تلويزيون امر عبدالواحد عاطف پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ودانۍ يوه برخه ويجاړه شوې ده.

خو هغه وويل، له نېکه مرغه د راديو تلويزيون نورو وسايلو ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.