جلال اباد (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د طالبانو د يوه قوماندان په ګډون شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ٣٠١ سرحدي زون د عامه اړيکو مسوول ادريس مومند د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو د شېرزادو ولسوالۍ د مرکيخېلو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، د امريکا بې پيلوټه الوتکې پر يوه ډاټسن موټر، چې وسله وال په کې سپاره وو، بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قوماندان او د هغه دوه ملګري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
د سيمې يو اوسېدونکى نقيب الله بيا وايي، چې دغه پېښه د مرکيخېلو د حاجي وردګ په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ده په وينا، د وسله والو ياد وژل شوى نظامي قوماندان په اسدالله مشهور و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن