ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هنديه: د ځمکې مافيا په باڼدونو کې به ښکېل دولتي کسان افشا کړم

هنديه: د ځمکې مافيا په باڼدونو کې به ښکېل دولتي کسان افشا کړم

author avatar
23 Sep 2014 - 15:48
هنديه: د ځمکې مافيا په باڼدونو کې به ښکېل دولتي کسان افشا کړم
author avatar
23 Sep 2014 - 15:48

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د امان الله خان لور ګواښ وکړ چې که چېرې حکومت د دوى غصب کړې ځمکې د غاصبينو له منګلو را ونه ګرځوي نو د هغو دولتي اشخاصو نومونه به په ډاګه کړي چې له مافيايي بانډونو سره همکاري کوي.

د هېواد د پخواني پاچا امير امان الله خان لور شهزادګۍ هنديه وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دوى ځمکې په بېلابېلو برخو کې د زورواکو له خوا غصب او پلورل شوې او سربېره پر دې چې دغه ځمکې د دولت له خوا تثبيت شوې، خو غاصبين يې حاضر نه دي چې ځمکې بېرته ور وسپاري.

د هغې په خبره، په ګلباغ، تنګي سيدان او ريشخور کې ٧٠٠ جريبه او کابل ښار ته څېرمه په کاريزمير سيمه کې ١٩٨٥ جريبه ځمکه لري.

د شاه امان الله لور چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل چې دغه موضوع يې نه يواځې له عدلي او قضايي ارګانونو، بلکې خپله له ولسمشر سره هم شريکه کړې چې وروسته بيا ولسمشر له کورنيو چارو او نورو ادارو څخه يو لس کسيزه پلاوى وټاکه.

پلاوي شپږ مياشتې په جديت سره کار وکړ او له دغه شپږ مياشتيني کار څخه وروسته د دوى ځمکه تثبيت شوه، خو لا هم د غاصبينو له خوا پلورل کېږي.

هغې زياته کړه:((يو ځل کاريز مير ته خپلو ځمکو ته تللې وم، يو کس پرته له څه دليله له خپل ټوپک سره راغى ويې ګواښلم، راته ويل يې که له دې ځايه لاړه نه شې، نو وژنم دي! کله چې لاړم نو غاصبينو خپل کار پيل کړ.))

شهزادګۍ هنديې وويل چې د خپلو ځمکو شرعي قباله لري او څه وخت وړاندې يې د کاريز مير خلکو ته هغه کاغذونه وېشلي چې په کې ليکلي وو، چې دا ځمکې د امان الله په کورنۍ پورې اړه لري او بايد له غلو څخه ونه پېرل شي.

د امان الله خان لور وويل چې که چېرې يې ځمکې دوى ته ورکړل شي، نو حاضره ده چې د هېواد د ماشومانو لپاره يو ښوونځى او کلينيک جوړ کړي.

هنديې ادعا وکړه چې په کاريزمير کې د دوى ځمکې د حاجي عبدالواحد او طاهر کوماندو له خوا د کابل د پوليسو د ١٧مې حوزې د امر په همکارۍ غصب او پر خلکو پلور شوې دي.

له پرله پسې اړيکو وروسته هم ونه توانېدو چې له دغو دوو کسانو سره اړيکه ونيسو، خو د پوليسو د اولسمې حوزې امر ايار اکبري دغه ادعا رد کړه او ويې ويل: ((زه په دې قضيه کې هېڅ ډول نه يم ښکېل.))

شهزادګۍ هنديې ګواښ وکړ چې که چېرې په امنيتي چارواکي د دې قانون ماتونې مخه ونه نيسي، نو ډېر ژر به د هغو دولتي چارواکو نومونه په ډاګه کړي چې له مافيايي بانډونو سره همکاري کوي. هغې زياته کړه چې دغه کسان به له اسنادو او شواهدو سره خلکو ته ور وپېژني او مدني حرکتونو ته به مخه کړي.

د امان الله خان د لور مدافع وکيل سيد قدير وويل چې دغه کسان ځمکې غصبوي او پلوري.

هغه زياته کړه چې زورواکو د روان کال د زمري په ٢٨مه د کاريزمير په “بلند دراز” تاريخي غوندۍ بريد کړى، غونډۍ يې غصب کړې او وروسته يې پلورلې ده، چې تر اوسه په کې ٥٠٠ نومرې وېشل شوې دي.

دا لومړى ځل نه دى چې د لوړپوړو چارواکو له خوا د ځمکو د غصب په اړه شکايت کېږي، بلکې پخوا هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر خلکو د زورواکو او ټوپکوالو له خوا د دوى د ځمکو د غصب په اړه شکايتونه کړي او په دې برخه کې يې دولت ملامت بللى دى.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.