ترينکوټ-ميدانښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): په اروزګان ولايت کې ٣٦ کيلومتره سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان والي امان الله تيموري د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ٣٦ کيلومتره سړک له ترينکوټ ښاره تر دهراوود ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.
هغه زياته کړه، پر دغه سړک ٢٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکړل شوې دي.
تيموري وويل چې د دغه سړک چارې په يوه کال کې بشپړې شوې او په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
والي وايي چې پخوا د ياد سړک په اوږدو کې د پرتو کليو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ وو خو اوس کولى شي خپل محصولات او ناروغان پر وخت ښار ته ورسوي.
د دغه سړک په اوږدو کې د پرتو کليو اوسېدونکي د سړک پر جوړېدو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې ياد سړک پوخ شي.
د سيد خار کلي يوه اوسېدونکي ملک علي جان پژواک اژانس ته وويل چې پخوا يې په ساعتونو پلى مزل کاوه، خو اوس چې سړک جوړ شوى، ډېر ژر ښار ته رسېږي.
هغه زياتوي چې ياد سړک به د بارانونو له امله بېرته خراب شي، ځکه يې له اړوند مسوولينو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د دغه سړک د پخولو چارې پيل کړي.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت د احصايې د امريت ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې پر دې ودانۍ پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.
ده وويل، دغه ودانۍ چې په يو پوړ کې جوړه شوې، ۷ اداري خونې، ۳ تشنابونه، يو خوړنځای، دهليز او نور اړين ملحقات لري.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼى وايي چې دوى د دولتي ادارو ودانيو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د تېر کال په اوږدو کې يې ګڼو رياستونو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه، هڅه کوي د هغو ادارو لپاره چې ودانۍ نه لري، له مرکزي ادارو ورته بوديجه ترلاسه او معياري ودانۍ ورته جوړې کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن