ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: نوى حکومت دې له لوېديځ سره په اړيکو کې له احتياطه کار واخلي

کرزى: نوى حکومت دې له لوېديځ سره په اړيکو کې له احتياطه کار واخلي

author avatar
23 Sep 2014 - 12:08
کرزى: نوى حکومت دې له لوېديځ سره په اړيکو کې له احتياطه کار واخلي
author avatar
23 Sep 2014 - 12:08

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه٩٣): ولسمشر حامد کرزي د خپل حکومت په وروستۍ وينا کې هېواد کې د سولې راتګ په امريکا او پاکستان پورې تړلى وباله او ويې ويل، که دغه دوه هېوادونه وغواړي، نو په افغانستان جګړه پاى ته رسېږي.

نوموړى، چې نن يې د ولسمشرۍ په ارګ کې له دولتي مامورينو سره د مخه ښې په مراسمو کې خبرې کولې، زياته يې کړه، چې په تېرو ١٣ کلونو کې يې حکومت د پوهنې، روغتيا، بيارغونې، بيان ازادۍ او نورو برخو  ترڅنګ،  په بهرني سياست کې هم پرمختګونه درلودل او له نړيوالې ټولنې سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې.

ولسمشر زياته کړه: ((په دغه موده کې افغانستان نه يواځې، چې له لوېديځ سره دوستي وکړه، بلکې له خپلې خپلواکۍ يې هم ساتنه وکړه او نه يواځې چې له نړۍ يې مرستې راټولې کړې، بلکې دغه مرستې د دې سبب نه شوې، چې د استقلال لپاره زموږ جرئت کم شي.))

کرزي وويل، که افغانستان له يوې خوا له امريکا سره ژورې اړيکې درلودې، نو له بلې خوا يې ورته اړيکې له چين سره هم جوړې کړې او که  له يوې خوا يې له لوېديځ سره ژورې اړيکې وې، نو له بلې خوا يې خپل ګاونډى ايران په غېږ کې ونيو، په همدې ترتيب يې له روس او اسلامي هېوادونو سره اړيکې جوړې کړې او له پاکستان سره هم زياتې هڅې وشوې.

نوموړي له افغانستان سره له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې عربي هېوادونو خپلې موخې درلودې؛ ځينو هېوادونو لکه هند، جاپان، ترکيې او المان د يوه غښتلي افغانستان لپاره بې هدفه همکارۍ کړې دي.

خو ولسمشر وويل: ((د امريکا په اړه شايد نن هم ځينې پوښتنې شته وي، چې ولې مې امنيتي تړون لاسليک نه کړ؟ ما په لويه جرګه کې وويل، چې د افغانستان سوله له پاکستان او مريکا سره تړلې بولم او که چېرته دا دواړه هېوادونه وغواړي، نو افغانستان کې سوله راوستلى شي.))

نوموړي زياته کړه، چې په حکومت کې هم ډېر داسې کسان وو، چې له امريکا سره يې د امنيتي تړون په لاسليک کې د ده خلاف دريځ درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې حامد کرزي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړ او دغه کار يې نوي حکومت ته پرېښى، چې  له امله يې د امريکا او افغانستان تر منځ جدي اختلافات رامنځ ته شوي دي.

ولسمشر وويل، چې د افغاستان جګړه د افغانانو جګړه نه ده، دا جګړه د بهرنيانو د موخو لپاره ده او د بهرنيو ګټو لپاره ده، چې په هر اړخ کې يې افغانان قرباني کېږي.

هغه زياته کړه: ((که چېرته دغه جګړه پردۍ نه واى، تاسې وليدل چې دواړه نوماندان له نوم ليکنې وروسته تر ټاکنيزو مبارزو د هېواد ګوټ ګوټ ته ولاړل، په زرګونو کسان ورته لارو ته راووتل، هرکلى يې وکړ، د دوى پروګرامونو او څرګندونو ته يې غوږ ونيوه، پنځه شپږ مياشتې يې دوام وکړ، چې ان د غولکې او يوه ټوپک غږ هم وانه ورېدل شو، يوه ناوړه پېښه هم ونه شوه، په داسې حال کې چې دا کار ډېر اسانه و.))

هغه وويل: ((بهرنيان دې زموږ د خاورې ارامۍ، د خلکو يووالي، اتفاق، سولې او ورځني ژوند ته زيان نه رسوي او کار دې نه ورسره لري، که نه که نور زور مو نه رسېږي، ژبه خو لرو او ښه تېزه ژبه لرو، چيچل کولى شو.))

حامد کرزي وويل، چې د دغې جګړې د پاى ته رسولو لپاره د ده هڅې تر ټولو سختې هڅې وي او د افغانستان د اړيکو په تاريخ کې به هېڅ کوم ولسمشر او حکومت د ده په څېر زياتې هڅې او پاکستان ته سفرونه نه وي کړي.

هغه د دې په ويلو سره، چې پاکستان ته يې ٢٠ ځله سفر کړى، زياته يې کړه: ((د سولې لپاره مو په بيا بيا هڅې وکړې، خو ونه شوه، دليل يې هم معلوم و؛ يو دا چې امريکا سوله نه غوښته او خپلې موخې يې درلودې او دويم دا چې پاکستان له افغانستان څخه دوه شيان غوښتل، يو د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل او بل د افغانستان د بهرني سياست کنټرول، چې موږ ورته هېڅ وخت حاضر نه وو.))

حامد کرزي وويل، په پاکستان کې که د زرداري ملکي حکومت و يا د نواز شريف، هم له هند او هم له افغانستان سره مصالحه غواړي او دوى پوهېږي، چې په سيمه کې څه تېرېږي، خو دوى نه پرېږدي.

ولسمشر ټينګار وکړ، چې افغانستان له امريکا او پاکستان سره د دوستانه اړيکو غوښتونکى دى او بايد دغه دواړه هېوادونه رښتينولي او دوستي غوره کړي. افغانستان به يې ښه دوست شي، خو په دې شرط چې وينا او عمل يې سره يو وي.

هغه زياته کړه: ((زموږ سپارښتنه راتلونکي دولت او دواړو وروڼو (اشرف غني احمدزي او عبدالله) ته داده، چې دوى په ټولو قضاياوو پوه دي او دې ټکي ته ځير شي، چې له امريکا او لوېديځ سره له احتياط نه کار واخلي.))

ولسمشر کرزي په دې وينا کې همدارنګه د خپل حکومت د تېرو ١٣ کلونو له لاسته راوړنو څخه هم يادونه کړه، چې په بېلابېلو برخو کې يې درلودې، خو لا هم زيات واټن شته، چې خپل منزل او يوې بشپړې، غښتلې، سالمې او سمې ادارې ته ورسېږي.

هغه وويل، چې د افغانستان سياستوال او دولت وال بايد د رامنځته شوې ادارې په پياوړتيا کې کوښښ وکړي او د اداري اصلاحاتو پياوړتيا ته مخه کړي، ګومارنې او ټاکنې دې د قانوني مراجعو او هغو حکومتي دستګاوو له خوا تر سره شي، چې په تېرو ١٣ کلونو کې رامنځته شوې دي.

کرزي زياته کړه: ((ما زياته هڅه وکړه، چې په اداره کې مو يو بل سيسټم دود شي، د هند د ملکي خدمتونو په څېر سيسټم، چې هر کال کانکور امتحان اخيستل کېږي او د دې ازموينې له لارې د هېواد ځوانان ملکي خدمتونو ته شاملېږي او همدارنګه ارتقا کوي، څو د خدمت لوړو درجو او تقاعد ته ورسېږي او ارام ژوند ولري.))

خو هغه زياته کړه، چې دغې موخې ته په رسېدو کې خنډونه موجود وو، بهرني موانع او په افغان دولت کې د سم فهم نه شتوالى، خو بيا د افغانستان له اوسني موقف څخه خوښ دى.

ولسمشر کرزي داصلاحاتو د خپلواکې ادارې تشکيل هم د خپل حکومت د راسته راوړنو په توګه ياد کړ او زياته يې کړه، چې ده او مرستيال يې هېڅکله هم په مقرريو کې لاس نه درلود او د ملکي خدمتونو په کار کې يې لاسوهنه نه ده کړې، بلکې د مقرريو کاغذونه يې ناليدلي لاسليک کړي، څو ددغه ادارې خپلواکي خلکو ته ثابته شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.