ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې په لسګونو کسان په “انټرکس” اخته شوي

بدخشان کې په لسګونو کسان په “انټرکس” اخته شوي

author avatar
24 Sep 2014 - 14:33
بدخشان کې په لسګونو کسان په “انټرکس” اخته شوي
author avatar
24 Sep 2014 - 14:33

فيض اباد(پژواک، ٢ تله ٩٣): د بدخشان ولايت په يوه لرې پرته ولسوال کۍ، چې د تاجکستان پولې ته نږدې موقعيت لري، د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ٤٠ کسان د “سياه زخم” يا انټرکس په ناروغۍ اخته شوي دي.

“انټرکس” يو ډول انتاني ناروغي ده چې د باکتريا د بسيلوس په وسيله له څارويو سره د اړيکو له لارې رامنځته کېږي او د تنفس او د څاروي د څرمنې او غوښې له لارې انسان ته سرايت کوي.

طبي متخصصين وايي چې دغه ناروغي د نفس تنګۍ او د انسان په وجود کې د ټپونو او داغونو په څېر را څرګندېږي او که چېرته يې په وخت سره درملنه ونه شي، نو حيوان او انسان له منځه وړي.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس داکټر نورمحمد خاوري وايي چې د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون ٤٤ کسان د نسي ولسوالۍ په خوغز کلي کې د ” سياه زخم ” په ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه پژواک ته وويل د دې ناروغانو زياته برخه ښځې دي او لامل يې دا دى چې هغوى له څارويو سره زيات سرو کار لري.

د عامې روغتيا رييس وايي چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا ګرځنده ډله له فيض اباد ښار نه دغه ولسوالۍ ته استول شوې وه، خو تجويز کړو درملو يې اغېز ونه کړ.

خو خاوري زياته کړه چې تازه دمه يې يو بل ټيم هم له نوو درملو سره سيمې ته استولى چې کار يې نتيجه ورکړې او اوسمهال دغه ناروغي کنټرول شوې ده .

يوه ځايي استوګن محمديونس وويل:((لس ګونه کسان د پوست د خارښت په ناروغۍ اخته شوي او موږ يې په لامل نه پوهېږو.))

هغه زياته کړه چې د روغتيايي کلينيک ډاکټران د نسي ولسوالۍ له مرکز څخه، چې د خوغز کلي سره ٤ کيلومتره واټن لري راغلل او د ناروغانو درملنه يې وکړه، خو اغېزناکه  نه وه، تر هغو چې له فيض اباد څخه يو ګرځنده ټيم له درملو سره راغى او د ناروغانو درملنه يې وکړه او اوس وضعيت ښه دى.

د بدخشان د عامې روغتيا رييس سپارښتنه وکړه، چې خلک دې محيطي حفظ الصحه په جدي توګه مرعات کړي، څو د ناروغيو له سرايت مخنيوى وشي.

هغه وويل، ټاکل شوې چې د وترنرۍ ټيم سيمې ته واستول شي او د څارويو په واکسينولو سره د ناروغۍ له خورېدو مخنيوى وکړي.

داکټر خاوري زياته کړه، چې دغه ناروغۍ لا په  نَنسي ولسوالۍ کې څوک نه دي وژلي .

د ويلو ده، چې درې کاله وړاندې په نسي ولسوالۍ کې څه باندې سل کسان په انټرکس ناروغۍ مصاب شوي او ١٢ نور  ښځې او ماشومان په کې مړه شوي وو.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.