ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ښځو لاسي صنايعو ته مارکېټ جوړ شو

هلمند کې د ښځو لاسي صنايعو ته مارکېټ جوړ شو

author avatar
25 Sep 2014 - 15:41
هلمند کې د ښځو لاسي صنايعو ته مارکېټ جوړ شو
author avatar
25 Sep 2014 - 15:41

لښکرګاه (پژواک ۳ تله ۹۳): په هلمند ولايت کې د مېرمنو د لاسي صنايعو د پلور لپاره د سوداګريز مارکېټ  په پرانيستلو سره به د کاريګرو مېرمنو لاسي توکو ته ښه  بازار پيدا شي.

دا څرګندونې د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور په مرکز لښکرګاه کې په لومړي ځل د ښځو د لاسي صنايعو د پلور لپاره د يوه مارکېټ د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.

ده وويل، ياد مارکېټ د ٤٦٦زره ډالرو په لګښت د دريو کلونو په موده کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، په اووه جريبه ځمکه جوړ دغه مارکېټ ۱۶هټۍ، څو پارکونه او نورې ډېرې اسانتياوې لري.

بختور زياته کړه، د دغه مارکېټ په جوړېدو به د کاريګرو ښځو لاسي صنايعو ته  ښه بازار پيدا شي.

د دغه ولايت د ښځو چارې رييسه جميله نيازۍ وايي، دغه مارکېټ د دوى رياست ته وسپارل شو او په سمه بڼه به يې ساتنه وکړي.

د نوموړې په خبره، په هلمند کې ډېرې ښځې شته چې لاسي توکي جوړوي، خو د پلور لپاره يې مناسب ځاى نه درلود.

د شريفې په نوم يوې مېرمنې پژواک ته وويل، د دغه سوداګريز مارکېټ په جوړېدو به وکولى شي، خپل لاسي توکي په همدې ځاى کې په مناسبه بيه او ارامه فضا کې وپلوري.

د لښکرګاه ښاروالۍ د ټولنيزې شورا غړې فوزيه دُرانۍ وايي، ښځو ته د دې اسانتياوو په برابرېدو به د هغوى ډېرې ستونزې هوارې شي.

دُرانۍ له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده چې په لښکرګاه کې د مېرمنو لپاره د سوداګرۍ مارکېټ جوړېږي.

په هلمند ولايت کې د ښځو لپاره دا لومړى مارکېټ د‌ى، چې جوړېږي، خو تر دې مخکې د هغوى لپاره د ښار په يوه اړونده ساحه کې پارک جوړ شوى دى.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.