ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پوليو درې پېښې تثبيت شوي

خوست کې د پوليو درې پېښې تثبيت شوي

author avatar
26 Sep 2014 - 16:28
خوست کې د پوليو درې پېښې تثبيت شوي
author avatar
26 Sep 2014 - 16:28

خوست (پژواک، ٤ تله ٩٣): تر پکتيکا ولايت وروسته په خوست ولايت کې هم د وزيرستاني کډوالو په درې ماشومانو کې د ګوزڼ ناورغي تثبيت شوې ده.

د دې ولايت د عامې روغتيا سرپرست ډاکتر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښې په تڼيو،ګربزو او د مرکز اړوند لکڼو سيمو کې ثبت شوي دي.

هغه دغه راز وويل  چې په يادو کډوالو کې د ۱۲ نورو ماشومانو معاينات چې ګومان کېږي د ګوزن پر ناروغۍ اخته دي، د تشخيص لپاره کابل ته لېږلي دي.

دى زياتوي چې کډوالو ياده ناروغي له شمالي وزيرستانه راوړې، ځکه تر دې مخکې په تېرو څو کلونو کې په دغه خوست ولايت کې  د ګوزن هيڅ پېښه نه وه ليدل شوې.

ده وويل:((موږ چې د پوليو دغه پېښې وينو؛نو داسې ښکاري چې کېدای شي، په ډېرو نورو کډوالو ماشومانو کې دغه ناروغي راڅرګنده شي، ځکه مخکې يې واکسين نه دي کړي)).

هغه زياته کړه چې که څه هم د دغې ناروغۍ د کنترول او مخنيوي لپاره کډوالو ماشومانو ته د واکسين ورکولو لړۍ روانه ده، خو د پوليو يوه پېښه هم د خوست او شاوخوا ولايتونو لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.

دا په داسې حال کې، چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د پکتيکا چارواکو هم ويلي وو چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د پکتيکا ولايت د عامي روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر سيد جعفر سادات ويلي، چې د ګوزن ياده پېښه له شمالي وزيرستانه د راکډه شويو کډوالو په يوه څلور مياشتني ماشوم کې تثبيت شوې ده.

تر دې مخکې روغتيايي مسوولينواندېښنه څرګنده کړې وه چې ممکن له شمالي وزيرستان څخه افغانستان ته په راکډه شوو کورنيو کې د ګوزڼ ناروغي راڅرګنده او نورو ته انتقال شي.

په خوست او پکتيکا ولايتونو کې مېشت وزيرستاني کډوال وايي، چې د۲۰۰۷ م کال راهيسې يې په وزيرستان کې خپلو ماشومانو ته واکسين نه دي ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.