غزني ښار (پژواک ٤ تله ٩٣ ): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني ولايت د اجرستان ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د پوليسو څو پوستې نېولي او ولسوالۍ يې محاصره کړې ده.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل وسله والو طالبانو تراوسه د دې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د محمدخېلو او لنګرخېلو سيمو پوستې نېولي دي.
احمدي وايي چې لسګونه بهرني او افغان وسله وال هڅه کوي؛ څو دا ولسوالۍ ونيسي؛خو افغان سرتېري پر وړاندې مقاومت کوي.
هغه زياته کړه چې په روانه جګړه کې وسله والو طالبانو، پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ؛خو تراوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.
د ده په خبر په جګړه بوخت پوليسو مرستو ته اړتيا لري او که مرسته ور ونه رسېږي ښايي ياده ولسوالۍ سقوط وکړي.
په ورته مهال د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل چې د اجرستان ولسوالۍ د سقوط په حال کې ده.
هغه وويل چې په جګړه کې ښکليو غاړو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اجرستان ولسوالۍ د ګداخېلو د سيمې اوسېدونکى روح الله وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې نښتې روانې دي؛خو له تېرې شپې راهيسې يې زور اخيستى.
هغه د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ويل ؛خو يادونه يې وکړه چې ښکيلې غاړې په جګړه کې سپکې او درندې وسلې کاروي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې تراوسه يې ياده ولسوالۍ نه ده نېولې؛ خو ولسوالۍ ته څېرمه يې د پوليسو ډېرې پوستې نېولي دي.
احمدي داعا کوي چې په دې جګړه يې ډېرې وسلې نېولي او لسګونه سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن