ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هیواد دوست لوبډلې د کرکټ د میلیون لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

هیواد دوست لوبډلې د کرکټ د میلیون لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

author avatar
26 Sep 2014 - 20:24
هیواد دوست لوبډلې د کرکټ د میلیون لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه
author avatar
26 Sep 2014 - 20:24

کابل ( پژواک، ۴ تله ۹۳ ) : د هیواد دوست کرکټ لوبډلې د میلیون لیګ سیالیو په پای لوبه کې د پاکستان خیبر ګرین فاټا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

د لوبه کرکټ کميونيټي له خوا (اېل سي سي) له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ   چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لرله، د وږي په ٢٨مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل او نن پای ته ورسیده.

د  اېل. سي. سي  مشر ضراب شاه ظهير د وږي په تلې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددې سیالیو پای لوبه د دافغانستان د هیواد دوست لوبډلې او د پاکستان د خیبر ګرین فاټا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

هغه زیاته کړه، چې د خیبر ګرین لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ریحان ۷۰ او اسد اپریدي ۴۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان  د هیواد دوست لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته یاد هدف په شلم اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو تراسه لوبه یې وګټله او اتلولي يې خپله کړه. د هیواد دوست لوبډلې له لوري مسلم موسی د څلورو شپږیزو په مټ ۴۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، محب اوریاخیل ۳۳ او حبیب غازي ۲۸ منډې جوړې کړې.

مسلم موسی د پای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، د هیواد دوست لوبډلې بل لوبغاړی حبیب غازي ددې سیالیو غوره لوبغاړی، اصف اپریدی غوره توپ اچوونکی او عظیم الله مبارز غوره توپ وهونکی او فضل ځاځی د شپږیزې خان غوره شو.

د لوبې په پای کې د یو شمیر چارواکو او میلمنو لخوا  چې پکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت مرستیالان، د تحول او تداوم د ټيم غړي حلیم فدایي، د شمشاد تلویزیون رییس حاجي فضل کریم فضل او له جرمني څخه راغلی د کابل پخوانی سرمامور محمدي ګل غنایي شامل وو، پر لوبډلو او لوبغاړو انعامونه او جایزې وویشل شوې.

د پاکستان د خیبر ګرین فاټا لوبډلې کپتان تیمور اپریدي د پاي په مراسمو کې له افغانانو له ښې میلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی دلته د پردي توب احساس ونه کړ.

هغه دافغانستان د کرکټ له مسوولینو وغوښتل چې دا ډول نورو سیالیو په لاره اچولو لپاره اقدامات وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.