ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د ارګو ناورين ځپلو ته ١٥٠ کورنه جوړېږي

د بدخشان د ارګو ناورين ځپلو ته ١٥٠ کورنه جوړېږي

author avatar
27 Sep 2014 - 18:32
د بدخشان د ارګو ناورين ځپلو ته ١٥٠ کورنه جوړېږي
author avatar
27 Sep 2014 - 18:32

فيض اباد (پژواک، ٥ تله ٩٣): د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د اب باريک کلي په ښارګوټي کې د هندوستان په مرسته د ١٥٠ کورونو د جوړېدو کار پيل شو.

د روان کال د غويي مياشتې په ١٢مه د بدخشان په اب باريک کلي کې د غره ښويېدنې په سبب ياد کلى تر خټو او خاورو لاندې شو، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ٤٠٠ کسان ووژل شو.

ددغه پېښې قربانيان ياده پېښه د کوچني قيامت په توګه يادوي او له هغې وروسته د دوو مياشتو لپاره ورته په دغه ولسوالۍ کې د څه باندې ٤٠٠ کورنيو ته لنډمهاله پنډغالى جوړ شوى دى.

که څه هم ددغه پېښې څخه وروسته ناورين ځپلو ته  په هېواد دننه او بهر پرېمانه مرستې را پيل شوې، خو دوى لا هم د هوا له سړېدو سره تر خېمو لاندې ژوند له اندېښنو سره ژوند کوي.

د عبدالعظيم په نامه يو کس چې ورور او خور يې په دغه پېښه ېک مړه شوي ، پژواک خبري اژانس ته وويل :(( زموږ لپاره د سرپناه جوړولو کار ښه دى، خو اندېښنه لرم چې ايا دولت به وکولى شي چې د يخنۍ تر راتلو وړاندې موږ ته کور جوړ کړي که نه؟))

د خو کليو بيا رغونې او پراختيا وزير ويس احمد برمک وايي چې د ١٥٠ کورنيو لپاره د سرپناه جوړولو کار تېره ورځ پيل شو او ټاکل شوې چې په دوو راتلونکو اونيو کې به بشپړ او کورنيو ته وسپارل شي.

نوموړى چې په اب باريک کلي کې يې ددغه کار د پيل مراسمو ته خبرې کولې وويل چې له غره ښوييدنې وروسته  زيانمنو ته دهندوستان هېواد يو ميليون ډالر مرسته د هېواد د کابينې له تصويب وروسته اختصاص شوې دي.

برمک زياته کړه چې دغه کورونه په پنځه بسوې ځمکه کې چې دوه کورونه، يو پخلنځى او يو تشناب لري چې له خامو خښتو او ډبرو له ټوټو رغول کېږي او د استوګنې په هر کور ٥٢٠٠ امريکايي ډالر لګښت راځي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ځايي چارواکو تر دې وړاندې ويلي وو چې د ارګو ناورين ځپلو لپاره په پاخه او اساسي ډول د استوګنې داسې ښارګوټي جوړېږي چې ټولې ښاري اسانتياوې به ولري، خو وروسته يې وويل چې دغه طرحه نه عملي کېږي او په ځاى به يې د خټو کورونه جوړ شي.

د بدخشان د ښار جوړلو رييس طاهر يعقوبي ويلي وو چې په دغه ښار کې ټول ښاري خدمتونه لکه تمحاى، شنه ساحه، جومات، دارالعلوم، دارالحفاظ، د نجونو او هلکانو لېسې، روغتيايي کلينيکونه، حمام، هټۍ او ورته نورې اسانتياوې د ښار جوړونې د ملي نورمونو او معيارونو پر بنسټ جوړېږي.

د تعقوبي په خبره، ښارګوټى په ٣٠٠ جريبه ځمکه کې چې هر جريب يې د ځايي خلکو څخه د ١٢٧ زره افغانيو په بدل کې را نيول شوى، جوړېږي او د ځمکې د پېرلو لپاره ٧٥ ميليونه افغانۍ، د حکومت، ملي سوداګرو او دهېواد له بهر او داخل نه د عامو خلکو خوا د بدخشان بانکي حساب ته جمع شوې دي.

د کلو بيا رغونې او پراختيا رييس وويل چې له لومړى قدم کې ١٥٠ هغو کورنيو ته چې کورنه يې ړنګ شوي او د سرپناه مستحق دي، کورونه جوړېږي او په وروستي پړاو کې بيا ټولو زيانمنو ته د استوګنې کورونه رغوي.

دهغه په خبره، سل کورونه د سرې مياشتې ټولنې، عربي متحده اماراتو او ٢٠ نور کورونه د ( برېتانيا اسلامي مرستو) څخه په نږدې راتلونکې جوړېږي.

سرچينې زياته کړه، چې د ٨٠٠ نورو کورنيو سرپناه چې د غره ښوييدو له خطر سره مخ دي، پړاو په پړاو جوړېږي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.