ميدانښار ( پژواک ۶ تله ۹۳): د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې اتصالات او ام ټي اين مخابراتي شرکتونو خپل فعاليتونه درولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د تلې په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د دايميرداد ولسوالۍ په زياتو برخو کې اتصالات او اېم ټي اين مخابراتي شبکې کار نه کوي .
هغه زياته کړه،چې د دغو دواړو شرکتونو تخنيکي وسايل په يوه پايه کې ولسوالۍ ته څېرمه لګېدلي وو، چې په ياده سيمه کې هېڅ ډول امنيتي ستونزې شتون نه درلود.
د نوموړي په وينا،دمګړۍ د يادې پايې مسوولينو دوی ته ويلي،چې دغه پايه يې د تېلو د کمښت له امله بنده کړې ده.
خو د ميدان وردګو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس فضل الرحيم پژواک ته وويل، ياد مخابراتي شرکتونه غواړي،چې خپلې چارې په دايميرداد ولسوالۍ کې ودروي .
هغه زياته کړه، دوی به هېڅکله هم يادو مخابراتي شرکتونو ته اجازه ورنه کړي،چې خپلې چارې په ياده ولسوالۍ کې ودروي او له هغه سيمې څخه خپل تخنيکي توکي ولېږدوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوی دغه ستونزه په رسمي ډول له خپل وزارت سره هم شريکه کړې،ترڅو له هغه ځايه هم ورته د حل لارې چارې ولټول شي .
د دايميرداد ولسوال دين محمدحقبين پژواک ته وويل ، چې که دغه مخابراتي شرکت خپلې چارې بېرته پيل نه کړي،نو د دوی ترڅنګ به ولسونه له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شي .
د ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عارف حقمل پژواک ته وويل ، چې ياده ولسوالۍ له مرکز سره په لرې واټن کې پرته ده او که مخابراتي شبکې په کې خپل فعاليت ودروي،نو د سيمې خلک به په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ شي .
هغه د يادو مخابراتي شرکتونو له مسوولينو او چارواکو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې په دغه ولسوالۍ کې د ام ټي ان او اتصالاتو مخابراتي شرکتونه خپل فعاليتونه پيل کړي .
يادو شرکتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن