هرات (پژواک ٧ تله ٩٣): د هرات ولايت له زندانه دوه سياسي بنديان په تېښتېدلي او د شپږو نورو د تېښتې مخنيوى شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات له عمومي زندانه اته سياسي بنديانو د تېښته هڅه کړې ده.
احمدي وايي، دغه بنديان زندان ته د يوه تونل د ايستلو له لارې د تېښتې هڅه کوله چې د شپږو بنديانو د تښتېدو مخنيوى وشو او دوه يې تښتېدلي دي.
ده وويل: ((د زندان د دويم بلاک اتو بنديانو غوښتل د يوه کيندل شوي تونل له لارې وتښتي پوليس يې پر خبرو پوه شول او د شپږو تنو مخه يې ونيوه.))
هغه د دغه تونل د کيندلو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل خو ويل کېږي چې دغه تونل د يادو بنديانو خونو ته کندل شوى و.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې تښتېدلي بنديان د پوليسو تر جدي تعقيب لاندې دي او ډېر ژر به بېرته ونيول شي.
د هرات زندان يوه بندي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې ١٢ بنديانو د تېښتې هڅه کړې، ١٠ يې تښتېدلي او دوه پوليسو نيولي خو چارواکو دا ادعا رد کړه.
د هرات په مرکزي زندان کې د ١٠٠ مېرمنو په ګډون ٣ زره بنديان دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن