کابل (پژواک، ٧ تله ٩٣): ملګرو ملتونو او يو شمېر هېوادونو د نوي ولسمشر او اجرايوي رييس د لوړې د مراسمو په ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.
په ارګ کې نن د تلې په ٧مه، د هېواد د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي او د نوي اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د دوى د مرستيالانو د لوړې مراسم تر سره شول.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى دواړو افغان مشرانو ته پر نويو دندو مبارکي وړاندې کوي.
ملګرو ملتونو د ډاکټر اشرف غني او ډاکتر عبدالله د هغې ژمنې هرکلى او ستاينه کړې، چې په ګډه سره د کار کولو په اړه يې کړې ده.
يوناما هيله څرګنده کړې، چې دواړه افغان مشران به ډېر ژر خپل نوى حکومت او نوې کابينه هم جوړه کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي يان کوبيش ويلي، دواړو افغان مشرانو پورې د ولس هيلې تړلې او افغانستان له ډېرو ننګونو سره هم مخ دى، چې دغه ننګونې يواځې د ملي حکومت په رامنځته کېدو سره هوارېدلى شي.
بل خوا د کاناډا حکومت هم دواړو مشرانو ته مبارکۍ ورکړې دي.
د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بيرد او همدارنګه د کډوالۍ وزير کرېس الکساندر د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ورکړې ده.
دوى زياته کړې، کاناډا د افغانستان د ولسمشر په توګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو او همدارنګه د اجرايوي رييس په توګه د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکلو په خاطر د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.
هغوى زياته کړې: ((موږ تمه لرو، چې له دواړو مشرانو سره په داسې حال کې چې دوی د ملي يووالي حکومت جوړوي، کار وکړو.))
د کاناډا دغو مشرانو هيله څرګنده کړې، چې له يوه منتخب ولسمشر څخه بل ته د واک دغه تاريخي لېږد، د افغانستان خلکو ته بيا ډاډ ورکړى، چې له ډيموکراتيک بهير سره د دوی ژمنو ته درناوی شوی دى.
د اروپايي شورا او اروپايي کمېشن له خوا په يوه خبرپاڼه کې، افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي او اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته مبارکي ورکړل شوې ده.
دوى ويلي، د اروپايي اتحاديې په استازيتوب، دواړو افغان مشرانو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي.
اروپايي اتحاديې زياته کړې، په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي او امنيتي ننګونو سره مخ دى، د افغانانو يووالى او ملي حکومت به يې په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.
په اروپا کې د حزب اسلامي افغانستان استازى قريب الرحمن سعيد هم، ډاکتر اشرف غني ته د هېواد د نوي ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اجرايوی رييس په توګه د ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.
سعيد دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم د واک د لېږد په دغه تاريخي ورځ مبارکي ورکړې او زياته کړې، چې کرزي دغه اقدام سره نوى تاريخ ثبت کړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن