ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ځانمرګي د درېيو ملکيانو په ګډون اوه کسان وژلي

کابل کې ځانمرګي د درېيو ملکيانو په ګډون اوه کسان وژلي

author avatar
29 Sep 2014 - 10:45
کابل کې ځانمرګي د درېيو ملکيانو په ګډون اوه کسان وژلي
author avatar
29 Sep 2014 - 10:45

کابل (پژواک ٧ تله ٩٣): نن سهار د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د شوي ځانمرګي بريد له امله څلور امنيتي سرتېري او درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د دوشنبې په ورځ (د تلې ٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې لس نيمې بجې رامنځته شوې ده.

صديقي زياته کړه چې ځانمرګي غوښتل د هواشناسي سړک په اوږدو کې امنيتي ځواکونه په نښه کړي، خو وپېژندل شو او مخکې  له دې چې له منځه يوړل شي د امنيتي ځواکونو د چک پاينټ مخې ته يې ځان ته چاودنه ورکړه.

سرچينې  وويل چې د پېښې ټول ټپيان ملګي وګړي وو او  په بېړه روغتون ته لېږدول شوي او ترلاسه شوي راپورونه څرګندوي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

نوموړي په دې برخه کې ډېر جزئيات ورنه کړل.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په ننني ځانمرګي بريد کې يې افغان او بهرنيو ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.

ده زياته کړې، ياد بريد د عکرمه په نوم د دوى يو تن له خوا چې د کندوز ولايت اوسېدونکى دى، ترسره شوى دى.

هغه ادعا کړې، له دې بريد سربېره يې، شپږ نورې چاودنې يې هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو کړي، چې مرګ ژوبله يې هم لرله.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار اته نيمې بجې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند سيمه کې دوې چاودنې وشوې، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.

د ١١٩ پوليسو رييس مل پاسوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنې له غرمې وړاندې لس نيمې بجې د هوا پېژندنې ادارې ته نږدې شوې دي.

هغه وويل چې په دغو چاودنو کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د کاپل ښار امنيتي مسوولينو هم نن غرمه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د يوه راکټ لګېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه پېښه مالي او ځاني تلفات نه لري.

يادې پېښې داسې مهال په کابل ښار کې رامنځته کېږي چې د ملي يووالي حکومت د نوي ولسمشر او اجرايي رييس  د لوړې مراسم نن د ولسمشرۍ په ارګ کې ترسره شول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.