کابل (پژواک ٨ تله ٩٣): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د کابل-واشنګټن د امنيتي همکاريو د دوه اړخيزه همکاريو تړون لاسليک له يوه اوږده ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يوه تاريخي ورځ ده.
بارک اوباما دغه موضوع د سې شنبې په ورځ د متحده ايالاتو په پلازمېنې واشنګټن کې څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو او د افغانستان د اوږدمهال امنيت له ټينګښت سره مرسته کوي.
د امنيتي همکاريو سند په افغانستان کې د امريکا د سفير جيمزکننګهم د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
په دې اړه د ولسمشرۍ په ارګ کې په جوړو شوو مراسمو کې ولسمشر، اجرائيه رييس او مرستيالانو يې، د اصلاحاتو او حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي، حضرت صبغت الله مجددي، پير سيداحمدګيلاني او د کابينې يو شمېر غړو ګډون کړى و.
د امريکا ولسمشر د دې پېښې په غبرګون کې وويل: ((دغه هوکړه ليک د افغانستان له خوا د اړيکو د پياوړتيا په معنا دى چې موږ يې په تېرو ١٣ کلونو کې بنسټ اېښى و او زموږ د پوځيانو لپاره يو قانوني چوکاټ جوړوي، څو خپل حياتي ماموريت له ٢٠١٤ کال وروسته مخې ته يوسي، د القاعدې پاتې غړي په نښه کړي او افغان امنيتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي او ملاتړ يې وکړي.))
اوباما په ورته وخت کې ټينګار وکړ چې د دغه سند لاسليک به د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک د اجرا لامل شي. دغه سند دوه کاله وړاندې لاسليک شوى دى.
نوموړى له ناټو سره د افغانستان د امنيتي سندونو لاسليک څخه “د امنيتي ځواکونو د وضعيت استقرار” په نامه هرکلى وکړ او ويې ويل چې دغه سند په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملاتړي ماموريت د دوام لپاره قانوني چوکاټ جوړوي.
بارک اوباما څرګنده کړه چې له افغانستان سره د امنيتي تړون لاسليک له ملي يووالي حکومت څخه د دغه هېواد د ملاتړ څرګندوى دى او امريکا له دغه حکومت سره د افغانستان د حاکميت پياوړتيا، ثبات، يو موټي کېدو او بريا او هم د القاعدې او ورسره تړلو افراطي ډلو د ماتې له ګډې موخې سره مرسته کوي.
ټاکل شوې د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون په ٢٠١٣ زېږيزد کال کې لاسليک شي، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه سند د خپل حکومت تر پايه لاسليک نه کړ او دغه موضوع د امريکا او افغان حکومت تر منځ د اړيکو د پيکه والي لامل شوې وه.
له امريکا او ناټو سره د افغانستان له هوکړې سره سم به بهرني پوځيان د روان کال د ژمي تر پايه (٢٠١٤ زېږديز) پورې افغانستان پرېږدي، خو امريکايي چارواکو ويلي چې د امنيتي سند د لاسليک په صورت کې به شاوخوا ١٠زره سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.
ناټو هم وايي چې د دغه سند (صوفه) لاسليک کولى شي له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د هغوى د نا جګړه ييز ماموريت په ځانګړي توګه د افغان امنيتي ځواکونو د مرستې او روزنې لپاره يو قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن