ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان، ناټو او امريکا تر منځ دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاسليک شول

د افغانستان، ناټو او امريکا تر منځ دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاسليک شول

author avatar
30 Sep 2014 - 15:23
د افغانستان، ناټو او امريکا تر منځ دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاسليک شول
author avatar
30 Sep 2014 - 15:23

کابل (پژواک ٨ تله ٩٣): د افغانستان-امريکا او افغانستان-ناټو تر منځ نن په کابل کې د دواړو لوريو د استازو له خوا دوه اړخيز امنيتي هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي ياد هوکړه ليک، نن د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم تر منځ لاسليک شو.

پر دې سربېره، حنيف اتمر د ناټو د سازمان له استازي موريس يوخمس سره د “سرتېرو د مېشتولو د وضعيت” هوکړه ليک هم لاسليک کړ.

نن په هغو مراسمو کې، چې په همدې موخه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شول، ولسمشر، اجرايي مشر او د هغوى مرستيالانو، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، جهادي مشرانو صبغت الله مجددي، سيداحمد ګېلاني او د کابينې يو شمېر نورو غړو ګډون درلود.

ولسمشر اشرف غني احمدزي، په خپلو خبرو کې د ياد هوکړه ليک له لاسليک هرکلى وکړ او هغه يې د افغانستان په ګټه وباله.

نوموړي له امريکا سره د امنيتي هوکړه ليک په اړه وويل: ” ګاونډيو هېوادونو ته له دغه قرارداد څخه کوم خطر نه اوړي او د افغانستان هيڅ ګاونډى دې له دې پلوه ځان په خطر کې نه محسوسوي او دغه قرارداد يوازې د افغانستان د سوکالۍ او ثبات او د هغو خطرونو د مخنيوي په موخه، چې د ترهګريزو شبکو له لوري افغانستان او دونيا ته اوړي، لاسليک شوى دى.”

ولسمشر زياته کړه: ” هيڅ کيمياوي او هستوي تجهيزات او نور به زموږ په خاوره کې ځاى پر ځاى نه شي او ګټه به ترې پورته نه شي او که په لنډ ډول سره يې ووايو نو دا معنا ورکوي، چې که خداى نا خواسته زموږ خاوره له جدي ګواښ سره مخ شي، موږ به غوښتنه کوو او دغه غوښتنه به د امريکا له لوري په جدي ډول نيول کېږي، ترڅو په ګډه سره يې پر وړاندې ګام پورته شي.”

همدارنګه د ملي يووالي حکومت اجراييوي مشر عبدالله عبدالله وويل، چې د دغو قراردادونو په لاسليک کېدو سره به د افغانستان له خاورې د کوم هېواد په خلاف ګام پورته نه شي.

هغه زياته کړه، چې دغه يو بنسټيز ګام دى، چې موږ يې په اړه ګام پورته کړ او د هغه لاسليک زموږ له هېواد سره مرسته کوي، څو په راتلونکي کې په خپلو پښو ودريږي او خپل امنيت په خپله ټينګ کړي.

کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم، د دواړو لوريو د کاري ټيمونو څخه د ستاينې ترڅنګ د دغه هوکړه ليک د لاسليک په اړه وويل، چې دغه هوکړه له افغانستان سره د امريکا د مرستو دوام ته زمينه برابروي.

هغه وويل: ” د دغه سند لاسليکول، داسې يو بنسټ جوړ کړ، ترڅو افغانستان د امريکا په مرسته خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي.”

کابل کې د امريکا سفير، د ياد هوکړه ليک په اړه په وروستۍ مشورتي لويه جرګه کې د خلکو د استازو ملاتړ ته په اشارې سره زياته کړه، چې دغه سند له ژمنې پورته دى او د افغانستان او سيمې له ثبات سره به مرسته وکړي.

د شمالي اتلانتيک تړون سازمان (ناټو) استازي موريس يوخمس هم له افغانستان سره د خپلو ځواکونو د مېشتېدو د وضعيت هوکړه ليک لاسليک کول يو مهم ګام وباله، چې په افغانستان کې د دغه سازمان سرتېرو د حضور د دوام لپاره حقوقي چوکاټ برابروي.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون شا وخوا يو کال وړاندې لاسليک شي، خو د هېواد پخواني ولسمشر يې له لاسليک ډډه کړې وه، چې دغې موضوع بيا د افغانستان او امريکا تر منځ په اړيکو کې ترينګلتيا هم رامنځته کړه.

له ناټو او امريکا سره د افغانستان د هوکړې له مخې، بهرني سرتېري به د روان کال د ژمي تر پايه (٢٠١٤ زېږديز) پورې افغانستان پرېږدي، خو امريکايي چارواکو ويلي و، چې د امنيتي سند د لاسليک پر مهال به په افغانستان کې شا وخوا ١٠ سرتېري پاتې شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.