ګردېز ( پژواک، ٨ تله ٩٣ ) : د پکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ د پرمختيايي شورا منشي د وسله والوپه يوه بريد کې ووژل شو.
د پکتيا دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر مل پاسوال محمد زمان د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن سهار په ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې ناپېژاندو وسله والو ديوه ښوونځي مخې ته روان د ولسوالۍ د پرمختيايي شورا پر منشي او قومي مشر مرزا محمد ډزې کړي ، چې له امله يې هغه له يوه زده کوونکي سره وژل شوى او يو بل زده کوونکى ټپي شوى دى.
دى وايي، چې وسله وال په يوه موټر کې راغلي وو او تر بريده وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
د امنيت امر وويل، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
ددې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن