کابل (پژواک ٨ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزي، حضرت عمر زاخېلوال د ماليې وزارت سرپرست او د ملي اقتصاد سلاکار وټاکه.
د وزيرانو شورا د دارالانشاء په وېبپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دې اړه نن دوه ځانګړي فرمانونه صادر کړل.
حضرت عمر زاخېلوال تراوسه د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کوله.
ولسمشر اشرف غني احمدزي تېره ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.
هغه تراوسه پورې ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرايوي مشر او انجنير محمد خان او محمد محقق د هغه د مرستيالانو، احمدضياء مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي، محمد حنيف اتمر د ملي امنيت د سلاکار او عبدالسلام رحيمي د ولسمشر د دفتر د رييس په توګه ګومارلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن