ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګټه نه پورته کېږي

عبدالله: د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګټه نه پورته کېږي

author avatar
30 Sep 2014 - 17:10
عبدالله: د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګټه نه پورته کېږي
author avatar
30 Sep 2014 - 17:10

کابل (پژواک ٨ تله ٩٣): د افغانستان اجراييوي مشر وايي، د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي تړونونه تر کره کتنې وروسته په هېواد کې د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه لاسليک شول.

د افغانستان او امريکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي تړونونه، نن له غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر او په افغانستان کې د امريکا د سفير جيمز کننګهم او دويم سند هم، د اتمر او په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي موريټس يوخيم ترمنځ لاسليک شو.

د يادو تړونونو تر لاسليک کېدو وروسته، د افغانستان اجراييوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، چې افغانستان د يادو دواړو تړونونو د لاسليک کولو په برخه کې په شعوري توګه ګام پورته کړى دى.

 دغه تړونونه د افغانستان د امنيت او ثبات د ټينګښت په موخه لاسليک شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دا يو بنسټيز ګام و، چې موږ پورته کړ او د دې تړون پلي کېدل، موږ سره مرسته کوي، ترڅو په راتلونکي کې پر خپلو پښو ودرېږو او خپل امنيت په خپله ټينګ کړو.))

نوموړي هيله وښوده، چې د دې تړونونو په پلي کېدو سره به په راتلونکي کې زموږ ځواکونه وکولاى شي په يواځې ځان د هېواد امنيت ټينګ کړي.

اجراييوي مشر وايي: ((موږ ټولو دغه تړونونه په دقت سره مطالعه کړي او مواد يې د افغانستان په ګټه بولو.))

د عبدالله په وينا، د دې تړونونو په لاسليک کې ځکه ځنډ رامنځ ته شو، ترڅو په کره توګه مطالعه شي او د افغانستان ګټې په سمه توګه په کې خوندي شي.

دى زياتوي: ((په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د سولې او ثبات په معنا ده او زه غواړم ووايم، چې د دې تړونونو د لاسليک کېدو له امله به د هېڅ هېواد امنيت او ثبات ته تاوان ونه رسېږي.))

عبدالله د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې هېڅ مهال به د افغانستان له خاورې څخه د هغوى پر ضد ګټه نه پورته کېږي .

اجراييوي مشر په امنيتي او نورو برخو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.