ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر ټاکنيزو اصلاحاتو ټينګار وشو

پر ټاکنيزو اصلاحاتو ټينګار وشو

author avatar
30 Sep 2014 - 18:49
پر ټاکنيزو اصلاحاتو ټينګار وشو
author avatar
30 Sep 2014 - 18:49

کابل (پژواک ٨ تله ٩٣): د افغانستان د ټاکنو د څار موسسه (ايوا) او د ډيموکراسۍ انټرنيشنل اداره پر ټاکنيز نظام د خلکو د باور د بيا پيدا کولو په موخه اړينه بولي، چې په ټاکنيز نظام کې اصلاحات راوستل شي.

له (ايوا) څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (ايوا) د ملي یووالي د حکومت رامنځته کېدو او د واک له سوله ییز لېږد څخه هرکلی کوي او د ټاکنو د بهیر پای ته رسېدل او د سیاسي بن بست هواری د هېواد د پرمختګ او ډيموکراټیک بهیر د دوام لپاره د نوې پاڼې په پرانیستلو کې یو مهم ګام بولي.

د هېواد نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي پرون (د تلې اوومه) لوړه وکړه او خپل کار يې په رسمي توګه پيل کړ.

سرچينې زياته کړې، چې د لوړې پر مهال نوي ولسمشر او د ملي يوالي حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله په خپلو ویناوو کې د مهمو ټکو په هکله د خپلو پروګرامونو یادونه وکړه چې په هغو کې د هېواد په درې ګونو قواوو کې اصلاحات راوستل، له فساد سره مبارزه، د بهرني سیاست کرښې، له مخالفینو سره د سولې مسئله، د هېواد د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا، د بهرنیو پانګونو جذبول او د هېواد د ټاکنیز نظام اصلاح شامله وه.

خو دغه موسسه وايي، د دوى له نظره د ټیکاو او سیاسي پراختیا له کلیدي برخو، لکه د مدني ټولنې د رول پیاوړتیا او د سیاسي ګوندونو د ودې له بهیر څخه ملاتړ او پراختیا ته، چې د اغېزمن اپوزیسیون د رامنځته کېدو له ډيموکراټیک او طبیعي بسترونو څخه شمېرل کېږي، یادونه ونه شوه.

د ټاکنو د څار موسسه د هېواد پر ټاکنیز نظام باندې د خلکو د باور بیا راژوندي کولو کې د پام وړ بنسټیزو ټاکنیزو اصلاحاتو پیل اغېزمن ګڼي.

سرچينې له نوي حکومت څخه غوښتي، ترڅو د سیاسي اپوزیسیون د فعال او اغېزمن رول لپاره  شته بالفعل ذهني او عیني شرایط وهڅوي، ترڅو په ترڅ کې یې معیاري او پراخ ملي ګوندونه جوړ شي او په ورته وخت کې د مدني ټولنې   اهمیت لرونکی رول د وګړو د ازادیو او حقونو پر بنسټ د انساني اړیکو پراختیا ته لازمه لار هواره کړي.

دغه راز د امريکا په متحده ايالتو کې مېشتې د ډيموکراسۍ انټرنيشنل (ډي آى) اداره هم وايي، چې د افغانستان ټاکنيز بهير بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتيا لري.

د يادې ادارې له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د افغانستان د ملي وحدت پر حکومت غږ کوي، ترڅو په هېواد کې د ټاکنو بهير د ښه مديريت کولو لپاره بنيادي اصلاحات رامنځ ته کړي او د ډيموکراسۍ د بنسټيز کېدو او پر دې بهير د خلکو د اعتماد د بيا لاس ته راوړلو په خاطر، هراړخيزې هلې ځلې ترسره کړي.

سرچينې د ډيموکراسۍ انټرنيشل ادارې له مشر ګلن کووين څخه په نقل قول ويلي، چې په افغانستان کې د انتخاباتي نظام د برياليتوب او د ولسواکۍ د تحقق لپاره بايد بنيادي اصلاحات رامنځ ته شي.

سرچينه کاږي، راتلونکو ټاکنو ته د مشروعيت ورکولو په موخه، د ملي وحدت حکومت له هوکړې سره سم، د افغانستان دولت او سياسي مشران له مدني ټولنو سره په ګډې همغږۍ د ټاکنو د مديريت د اصلاحاتو او پياوړتيا لپاره بايد اړين، پراخ او هراړخيز ګامونه پورته کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د امريکا په متحده ايالتو کې مېشته د ډيموکراسۍ انټرنيشنل (ډي آى) اداره، چې له ١٣٨٢ کال راهيسې فعاليت کوي، د حکومتوالۍ، تخنيکي مرستو او د پروژو د پلي کولو په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.