ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د څارويو بيې لوړې شوې دي

په کابل کې د څارويو بيې لوړې شوې دي

author avatar
30 Sep 2014 - 16:54
په کابل کې د څارويو بيې لوړې شوې دي
author avatar
30 Sep 2014 - 16:54

کابل(پژواک، ٨ تله ٩٣): په کابل کې د څارويو د پلور بازارونه د لوى اختر د رانږدې کېدو په مناسب ګرم دي او د څارويو بيې هم په کې د تېر کال په پرتله ١٥ سلنه لوړې شوې دي.

د راتلونکې جمعې ورځ( د تلې ١١مه) د عرفې ورځ او شنبه د لوى اختر لومړۍ ورځ ده.

په لوى اختر کې هغه مسلمانان چې اقتصادي وړتيا لري، غوا، پسه او يا اوښ قرباني کوي. پسه او يا وزه د يوه کس او غوا يا اوښ د اوو کسانو له خوا قرباني کېږي.

کابل ښاريان هم د اختر د قربانۍ لپاره چمتو والى نيسى او په کمپنۍ پله، شهداى صالحين، تايمني او د ښار ځينو نورو برخو  کې د څارويو بازارونه ښه ګرم دي.

محمد اکرم چې د قربانۍ لپاره د پسه پېرلو په موخه شهداى صالحين ته راغلى، وويل چې د څارويو بيه لوړه شوې، خو دولت د څارويو پر بيه هېڅ ډول څارنه نه لري.

 هغه زياته کړه:((په همدې سبب مال لرونکي څاروي د خپلې خوښې په بيه پلوري.))

د هغه په خبره، هغه پسه چې تېر کال په لس زره افغانۍ خرڅېده، اوس په ١٢ زره افغانۍ خرڅېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په اساسي قانون کې د بازار اقتصاد منل شوى او په همدې سبب حکومت نه شي کولى چې په موثره توګه په بازار کې لاسوهنه وکړي او د اجناسو بيې کنټرول کړي.

 د کابل ښار د کارته نو يو اوسېدونکى سيداغا چې د يوې غوا  د پېرلو لپاره شهداى صالحين ته راغلى و، وويل  يوه غوا  چې تېر کال په ٣٥ زره افغانۍ خرڅېده، اوس په ٤٠ زره هم نه پيدا کېږي.

په شهداى صالحين بازار کې د حاجي امين الله په نامه يوه څاروي پلورونکي هم وويل چې د څارويو بيه د څارويو د واښو د بيو او له پاکستان څخه د څارويو د راوړلو د بيې لوړېدو په سبب زياته شوې ده.

حميدالله چې د افغانستان له شمال څخه يې د اختر په ورځ کې د پلور لپاره ١٥٠ پسونه دهېواد له شمال څخه کابل ته راوړي، وويل چې د څارويو د بيو لوړېدو يو لامل د څارويو د خوراکي توکو د بيو لوړېدل دي.

جبار وويل:(( هغه څاروي چې تېر کال موږ په ٤٠٠٠افغانۍ پېرلي وو، سږ کال يې په ٧٠٠٠ افغانۍ اخلو، چې دغه کار د څارويو د بيې پر لوړېدو اغېز کړى دى.))

د هغه په خبره، که چېرته د هېواد په ولايتونو کې د څارويو لوى فارمونه جوړ شي او ګاوڼديو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران اوپاکستان ته د څارويو د قاچاق مخه ونيول شي، نو په افغانستان کې به د څارويو بيه ولوېږي.

د لوى اختر په ورځو کې د څارويو بيه هر کال د تقاضا د ډېر والي له امله لوړېږي، خو له اختر وروسته بېرته عادي حالت ته راځي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.