ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اجرائيه مشر په رسمي ډول خپل کار پيل کړ

اجرائيه مشر په رسمي ډول خپل کار پيل کړ

author avatar
1 Oct 2014 - 20:14
اجرائيه مشر په رسمي ډول خپل کار پيل کړ
author avatar
1 Oct 2014 - 20:14

کابل (پژواک ٩ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزي، نن ډاکټر عبدالله عبدالله د اجرائيه مشر په توګه په رسمي ډول خپل کاري دفتر ته ور وپېژاند.

په هغو مراسمو کې، چې نن په کابل کې په همدې موخه جوړ شوي و، ولسمشر انجنير محمدخان او محمد محقق د اجرائيه مشر د لومړي او دويم مرستيال په توګه معرفي کړل.

ولسمشر احمدزي په دغو مراسمو کې له لنډې وينا وروسته له عبدالله سره د هغه تر کاري دفتر پورې ولاړ او د اجرائيه پوست پر څوکۍ يې کېناوه.

ولسمشر وويل: “زه نن په ډېر وياړ سره عبدالله عبدالله د اجرايي مشر په توګه در پېژنم.”

نوموړي په خپلو خبرو کې د همپالنې سياست، د يو بل د منلو او د اصلاحاتو پر سياست ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د حذف سياست بايد د افغانستان په سياسي فرهنګ کې ځاى ونه لري.

د هغه په وينا، د نوي حکومت د کار پيل د ملي يووالي، اسلامي عقايدو او د افغانانو د سپېڅلي جهاد د قربانيو په درک او بنسټ ولاړ دى.

هغه زياته کړه: “موږ دواړه او زموږ ټول همکاران ژمن او په يوه خوله يو، له جګړې او نفاق ستړي يو، سوله غواړو، ثبات غواړو، سوکالي غواړو او غواړو، که کوم افغان هم په بې وزلۍ کې وي، له بې وزلۍ ووځي، دا خاوره د ټولو ده او په مساوي توګه د ټولو ده او هېڅ افغان له کوم افغان لوړ نه دى.”

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، نن په ياده غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې، له اشرف غني څخه د ملي يووالي حکومت په رامنځته کولو کې مننه وکړه.

اجرايي مشر وويل، چې په ګډه سره به هڅه وکړو، څو د هېواد بنسټونه په ملي او تلپاتو بنسټونو بدل کړو.

د هغه په وينا، د قانون حاکميت کولى شي، له نور هر څه وړاندې د هېواد پر راتلونکي باور ډېر کړي.

نوموړي، د ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې سره وويل، چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون پايله د ملي يووالي حکومت رامنځته کېدل شول او له خلکو څخه د ټاکنو په اړه د څو مياشتو انتظار په اړه مننه کوو.

نوموړي، د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغانان به خپل ځانونه د ملي يووالي په حکومت کې وويني او هيلې به يې پوره شي، وويل: “زه له ولسمشر او د هغه له ټيم څخه د ملي يووالي حکومت د جوړولو په اړه د ګامونو له پورته کولو مننه کوم او د خلکو د هېلو پوره کول په صادقانه توګه زموږ ټول ګډ کار او د اصلاحاتو او تحول له پروګرامونو څخه د خلکو ملاتړ ته اړتيا لري.”

عبدالله عبدالله څرګنده کړه، چې د افغانستان په تاريخ کې تر اوسه پورې کوم داسې حکومت نه دى رامنځته شوى، چې د ملي يووالي حکومت په څېر دا ډول سياسي ملاتړ ولري.

د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې نن د هېواد پخواني ولسمشر سره د ليدو په موخه د هغه کور ته تللى و او د هغه له خدمتونو يې ستاينه وکړه او د خلکو په منځ کې به د هغه مقام ډېر د عزت وړ وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.