ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو

د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو

author avatar
1 Oct 2014 - 18:04
د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ووژل شو
author avatar
1 Oct 2014 - 18:04

پل علم (پژواک ٩ تله ٩٣): د لوګر امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د ماين په چاودنه کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.

د ياد ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر په شاوخوا څلورنيمو بجو د پل علم اړوند د کولنګار په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، کله چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غفران په خپل شخصي کرولا ډوله موټر کې له کوره د ولايت پر لور روان و، نو موټر پورې نښلول شوى مقناطيسي ماين پرې چاودېدلى، چې له امله يې نوموړى وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي دى.

د هغه په وينا، د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي، خو ښايي دا پېښه د نوموړي د کورنيو اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې وي.

د پېښې يوه عيني شاهد صابر پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه زوروره وه، موټر په کې له منځه تللى او شاوخوا هټيو ته هم مالي زيان اوښتى دى.

د يادې پېښې مسووليت تردې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

دا په داسې حال کې، چې نن سهار د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې هم د لوګر د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پر پخواني مدير هم د ماين چاودنه شوې، خو کوم زيان نه دى ور اوښتى.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.