کندهار ښار (پژواک ۹ تله ۹۳): د کندهار د ميوند ولسوالۍ په خاک چوپان سيمه کې د ماين چاودنې د عامه نظم څلور پوليس ټپيان کړي او بلخوا وسله والو په دې ولسوالۍ يو ملکي وګړی په دار ځړولى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د تلې په ۹مه پژواک خبرې اژانس ته وويل، نن سهار د عامه نظم د پوليسو د موټرو پر کاروان چې له هلمنده کندهار ته پر لاره وو، د سړک غاړې چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د عامه نظم څلور پوليس ټپيان شوي چې د يوه حالت د اندېښنې وړ دی.
د ده په وينا، د سړک غاړې په ياده چاودنه کې د پوليسو دوه هاموې موټر هم ويجاړ شوي دي.
وسله والو طالبانو ويلي چې د کندهار په ميوند کې يې پر پوليسو ځانمرګی بريد کړی او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
دغه راز د والي وياند صميم خپلواک وايي چې وسله والو يو ملکي وګړی د ميوند ولسوالۍ د شامير کلا سيمې د رسول نېکه په زيارت کې په دار ځړولی دی.
هغه زياته کړه چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي او دوکاندار نوراحمد پژواک ته وويل چې دوی هم له دې پېښې خبر شوي چې وسله والو يو کس له خپل کوره را ايستلی او بيا يې په دار ځړولی دی.
ده وويل، چې په دې اړه نور معلومات نه لري خو د والي وياند وايي چې پوليسو د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن