ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې شبکې ټاکنيزو بنسټونو کې د سمون غوښتنه وکړه

د مدني ټولنې شبکې ټاکنيزو بنسټونو کې د سمون غوښتنه وکړه

author avatar
2 Oct 2014 - 14:34
د مدني ټولنې شبکې ټاکنيزو بنسټونو کې د سمون غوښتنه وکړه
author avatar
2 Oct 2014 - 14:34

کابل (پژواک ١٠ تله ٩٣): د مدني ټولنو شبکه وايي که د ولسي جرګې له ټاکنو مخکې په ټاکنيزو بنسټونو او نورو برخو کې د پام وړ بدلون رانه شي، نو کېداى شي ٦٠ سلنه خلک په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې په ١٣٩٤کال کې ترسره شي.

د ټاکنو بهير د ټينګښت لپاره د مدني ټولنو د شبکې (اکسين) غړي ذکريا بارکزي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې درغليو او ستونزو خلک پر ټاکنو بې باوره کړي دي.

ده وويل چې د ملي يووالي حکومت بايد د ټاکنو په پروسه او ټاکنيزو بنسټونو کې د پام وړ اصلاحات راولي او که دغه کار ونه کړي، د ټاکنو پروسې مشروعيت به تر پوښتنې لاندې وي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې دغه بنسټونه اصلاح نه شي، زموږ د سروې له مخې ٦٠سلنه کسان په ټاکنو کې ګډون نه کوي.))

دى وايي چې د ټاکنو پروسې د روڼتيا لپاره بايد په هېواد کې د برېښنايي تذکرو وېش پيل شي او د رايې ورکوونکو شمېر روښانه شي.

ده وويل چې د ټاکنو پروسې د روڼتيا او په تخنيکې برخو کې د مرستو لپاره د اکسين شبکې ټول غړي حاضر دي چې له حکومت سره مرسته وکړي.

په ياده غونډه کې د اکسين بل غړي محمدنعيم ايوب زاده له حکومته غوښتنه وکړه چې ټاکنيز بنسټونه بايد بې پرې وي، څو په سمه توګه د ټاکنو پروسه پر مخ بوځي.

هغه زياته کړه: ((په ټاکنيزو بنسټونو کې بايد حکومت هېڅ رول ونه لري؛ ځکه بيا حکومت يو شمېر کسان پر دندو ګوماري او دغه کسان بيا د يوې مشخصې کړۍ لپاره کار کوي ))

ده وويل چې حکومت بايد د ټاکنو په پروسه کې مدني ټولنو ته ډېره ونډه ورکړي څو ټاکنې رڼې ترسره شي.

په ياده غونده کې د اکسين له خوا يوه اعلاميه هم خپره شوه.

په اعلاميه کې راغلي چې اکسين د نوي حکومت له جوړېدو هرکلى کوي او ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ته د نوي ولسمشر  او ډاکتر عبدالله عبدالله ته د حکومت د اجرائيوي رييس په توګه مبارکي وايي.

په اعلاميه کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه شوې چې هر څه ژر د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو جزئيات او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي څو خلک پر ټاکنو باور پيدا کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.