ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا عمر: سياسي دفتر مو له کورنيو او بهرنيو لورو سره د اړيکو حق لري

ملا عمر: سياسي دفتر مو له کورنيو او بهرنيو لورو سره د اړيکو حق لري

author avatar
2 Oct 2014 - 11:02
ملا عمر: سياسي دفتر مو له کورنيو او بهرنيو لورو سره د اړيکو حق لري
author avatar
2 Oct 2014 - 11:02

کابل (پژواک ١٠ تله ٩٣): د طالبانو مشر ملا محمد عمر د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې ويلي چې د دوى سياسي دفتر يواځې له کورنيو او بهرنيو لورو سره د اړيکو حق لري.

د وسله والو طالبانو د يوه وياند قاري يوسف احمدي له خوا د تلې په ١٠مه د ملا عمر د اختر د مبارکۍ پيغام پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوى دى.

هغه په دغه پيغام کې د خپلو طالبانو د مبارزې او برياوو د يادونې ترڅنګ ويلي چې امريکايان او د هغوی غربي اېتلافيان او داخلي ملاتړي ټول له ماتې سره مخ شوي دي.

ملا عمر ويلي چې د افغانستان لپاره د هغوی ټولې ستراتېژۍ بې اغېزې او سياسي هلې ځلې يې د ناکامي ترڅنګ له رسوايۍ سره هم مخ دي.

د طالبانو مشر په دغه پيغام کې د ټاکنو پر پروسې د نيوکې تر څنګ ويلي چې د دغه بهير جنجالي کېدو وښوده چې د بهرنيانو حيثيت او باور ته زيان ورسېد.

هغه زياته کړې: ((موږ مخکې ويلي وو، نړيوالو او هېوادوالو وليدل چې د ټاکنو په نامه تبليغ شوې پروسه هسې د ولس د تېر ايستلو لپاره وه او د افغانانو رايو يواځې نمايشي بڼه درلوده.))

ملا عمر په دغه پيغام کې خپلو پلويانو ته ويلي چې له خلکو سره ښې اړيکې ولري.

هغه پر بهرنيانو تور پورې کړى چې اوس په دې هڅه کې دي چې د افغان ولس تر منځ د بېلابېلو تنظيمي، قومي، منطقوي او مذهبي اختلافات را ژوندي کړي.

د طالبانو مشر ويلي چې د نظامي هلو ځلو تر څنګ له نړيوالو باوري جهتونو سره د مثبتو اړيکو په جوړولو سره لوړو اهدافو ته د رسېدو هلې ځلې کوي او د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه يې د خپلو نشراتي امکاناتو او سياسي دفتر له لارې نړيوالو ته خپل پيغام رسولی دی.

هغه زياته کړې، په سياسي برخه کې له ټولو بهرنيو او کورنيو لورو سره تماس ساتل او اړيکې جوړول د طالبانو تر سياسي دفتر پورې تړاو لري او د مشرتابه له اجازې پرته هېڅ لوری او شخص حق نه لري چې د طالبانو په استازيتوب له کوم بهرني يا کورني سياسي لوري يا شخص سره اړيکې ونيسي.

ملا عمر ويلي: ((موږ به نور هم له خپلې قضيې د مشروع دفاع په لاره کې خپلې هر اړخيزې نظامي او سياسي هلې ځلې جاري وساتو.))

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.