کندوز (پژواک ١٠ تله ٩٣): د کندوز ولايت په مرکز کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې وسله والو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله د کندوز د مرکز په اړوند سيمو کې اوښتې، چې په ټپيان کې د هغوى يو قوماندان هم شامل دى.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو ته دغه مرګ ژوبله له تېر ماښام راهيسې د ګورتپې په قشلش سيمه کې اوښتې او نښتې تر اوسه پورې دوام لري.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا کلابنده شوې د سيمه ييزو پوليسو امنيتي پوسته اوس د هغوی له کنټروله وتلې او نوي دولتي سرتېري په کې ځای پر ځای شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا وکړه چې په ګورتپه کې د وروستيو څو ورځو په نښتو کې لسګونه سرتېري او سيمه ييز پوليس ټپيان او وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو نښتو کې ١٧ امنيتي پوستې نيول شوې، دوه رينجر موټر ويجاړ او درې له مهماتو ډک موټر يې ترلاسه کړي دي.
د سيمې خلک وايي چې د وروستۍ اونۍ د عملياتو او نښتو په ترڅ کې شاوخوا دوه سوه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي پنځوس کلن محمد مير پژواک ته وويل: “دغه کورنۍ د کندوز ښار او ځينې يې هم د ډار له امله چهاردرې ولسوالۍ ته کډه شوې او اوسمهال په ډېر ناوړه وضعيت کې ژوند کوي.”
د هغه په وينا، د کندوز له ښار سره د ګورتپې نښلوونکې لار د نښتې له امله تړل شوې او خلک د کښتيو په وسيله لومړى له سيند څخه تېرېږي او وروسته چهاردرې ولسوالۍ او بيا کندوز ښار ته ځي.
ګورتپه، د کندوز ښار شمال لوېديځ لوري ته په لس کيلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې د وګړو شمېر يې په اټکلي ډول زر کورنيو ته رسيږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن