ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ  کې د کتابتونونو له جوړېدو سره د مطالعې کولتور عام شوى

بلخ کې د کتابتونونو له جوړېدو سره د مطالعې کولتور عام شوى

author avatar
5 Oct 2014 - 08:58
بلخ  کې د کتابتونونو له جوړېدو سره د مطالعې کولتور عام شوى
author avatar
5 Oct 2014 - 08:58

مزارشريف ( پژواک، ١٣ تله ٩٣ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لسګونو دولتي او خصوصي کتابتونونو په جوړېدو سره په دغه ښار کې د مطالعې کلتور تر ډېره عام  شوى دى.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په وروستيو کلونو کې د خصوصي کتابتونونو جوړېدل او په کې اسانتياوو د دغه ښار ځوانان لوستنې ته وهڅول.

په دغه ولايت کې د اطلاعات او فرهنګ رياست د عامه کتابتون مسوولې مېرمن روشنا روشن پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو کلونو کې په دغه ښار کې د ګوتو په شمار دولتي کتابتونونه وو، چې ډېری خلک به ترې خبر هم نه وو.

نوموړي زياته کړه،چې دمګړۍ په بلخ ولايت کې له شپيتو څخه زيات دولتي او خصوصي کتابتونونه دي، چې هره ورځ ورته زيات شمېر ځوانان د لوستنې لپاره ورځي.

د هغې په وينا، د اطلاعات او فرهنګ رياست عامه کتابتون د تېر په پرتله د لوستونکو لپاره ښې اسانتياوې برابرې کړي، چې له امله يې د لوستونکو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

مېرمن روشنا وويل، چې په دغه کتابتون کې د انټرنټ اسانتيا او د نجونو لپاره د ځانګړي ځای لرل، هغه دوه ستر لاملونه دي، چې زيات شمېر لوستونکي ورته راځي.

خو د مدني ټولې فعال حبيب الله وايي، چې په دې وروستيو څو کلونو کې په بلخ ولايت کې د پوهنې په برخه کې هڅې زياتې شوي او ورسره ځوانانو مطالعې ته پام واړاوه.

نوموړي زياته کړه، چې د دولتي پوهنتون او ښوونځيو ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه او ښوونځي جوړ شول، چې له امله د زده کړو ځوانانو په شمېر کې زياتوالی راغی.

د هغه په وينا، د يادو هڅو ترڅنګ ځينو مدني ټولنو کتابتونونه جوړ کړل او زيات شمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونځيو هم په خپلو تشکيلاتو کې د کتابتون جوړېدل شرط وګاڼه، چې له امله  يې په کتابتون کې له مطالعې سره ځوانان عادت شول.

په مزارشريف ښارکې بلخ ادبي خوځښت په نامه د فرهنګي مرکز د خوشحال بابا کتابتون مسوول سيدعالم سېلاب پژواک ته وويل، چې هره ورځ ياد کتابتون ته لسګونه ځوانان د لوستنې لپاره راځي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کتابتون کې د انټرنټ د اسانتيا تر څنګ يو سخت چلنچ دا دی، چې لوستونکی له ځانه سره کتاب دباندې نه شي وړلی.

د هغه په وينا، په ټول ښار کې همدا يواځينى کتابتون دی، چې د نورو کتابتونونو په پرتله په کې پښتو کتابونه ډېر دي، نو د دې په خاطر چې کتابونه يې خوندي ساتلي وي، نو بهر ته د وړلو اجازه نه ورکوي.

د بلخ د تربيه معلم پوهنځي محصلې شبنم پژواک ته وويل، چې په اونۍ کې يوه ورځ په مزارشريف ښار کې د مولانا خسته کتابتون ته ورځي او څو ساعته لوستنه په کې کوي.

نوموړې زياته کړه، چې د مسلکي زده کړو ترڅنګ ازاده مطالعه اړينه ده، چې د زده کوونکي عمومي معلومات زياتوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.