ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاروان سراى سړک د لومړي پړاو ساختماني کارونه بشپړ شول

د کاروان سراى سړک د لومړي پړاو ساختماني کارونه بشپړ شول

author avatar
6 Oct 2014 - 15:21
د کاروان سراى سړک د لومړي پړاو ساختماني کارونه بشپړ شول
author avatar
6 Oct 2014 - 15:21

خوست (پژواک، ۱٤ تله ۹۳ ): دخوست کاروان سراى سړک چې خوست ښار له څو ولسواليو سره نښلوي، تر دې دمه يې د لومړي پړاو ټولې ساختماني چارې د پلان او نقشې له مخې په ټاکل شويو معيارونو بشپړې شوې دي.

ياد سړک، چې څلور کيلومتره طول او ١٦ متره عرض لري د څه باندې ٥٩ ميليونه افغانيوپه لګښت د فوايد عامې وزارت په انکشافي بودجه جوړيږي.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنيرمامور شاه وايي، چې دغه سړک د قرارداد له مخې به يې ټولې ساختماني چارې په پوره اتو مياشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د سړک د کيفيت او څرنګوالي په موخه  تر دې دمه د سړک ساختماني کارونه له قرارداد سره سم په ښه ډول پرمخ روان دي او دوى يې هره ورځ په دوامداره توګه څارنه کوي.
مامورشاه وويل، چې د ياد سړک د لومړي پړاو ټولې چارې بشپړې شوي ، چې تردې دمه په کيفي لحاظ هېڅ ډول ستونزه او نيمګړتيا نه لري.

نوموړي د خوست سيمه ييزو چارواکو ته ډاډ ورکړ،چې دوى به دپروژې اهميت ، اړتيا، د ولايتي ادارې پراخو هلو ځلو او د مېشتو  ولسونو د زياتو ستونزو  په نظر کې نيولو سره  هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي، چې د سړک چارې په ټيټ کيفيت ترسره کړي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل، چې دوى د فوايد عامې رياست او د اړونده ساختماني
شرکت چارواکو ته په خپلو خبرو کې تل ويلي  ، چې هېواد د ټولو شريک کور دى، بايد هر افغان پوره هڅه وکړي، چې د ابادۍ په برخه کې خپله ايماني او وجداني دنده سرته ورسوي.

دده په خبره، ولايتي اداره تل هڅه کوي، چې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې دخوست ولايت د پرمختګ او د مېشتو ولسونو د اسانتياوو په خاطرمهمې پروژې منظورې او پلې کړي، ترڅو خلک ترې وکولى شي، چې په خپل ورځني ژوند  کې ستره ګټه پورته کړي.

نعيمي د فوايد عامې رياست او د اړونده شرکت له چارواکو څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د
دويم پړاو ساختماني چارې يې هم بايد په ټاکل شوي وخت پيل او په  لوړکيفيت سره يې سرته ورسوي او په دې لاره کې هېڅ ډول غفلت او بې پروايي ترسره نه شي.

نوموړي وايي: (( ځينې وخت يو شمېر موټرچلوونکي خپل موټر په قيرشوي سړک په ډېر سرعت سره چلوي، چې دغه کار د ترافيکي پېښو سبب ګرځي او زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي،موټرچلوونکي بايد له پوره احتياطه کار واخلي.))
 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.