کندهار ( پژواک، ۱۴ تله ۹۳ ) : په کندهار کې د مدني او فرهنګي ټولنو لسګونو استازيو، ځوانانو او مخورو د امنيتي ځواکونو د هڅو او ستړياوو قدرداني وکړه چې د لوى اختر په ورځو کې يې د امنيت د خونديتوب په موخه تر سره کړې وې.
د فرهنګي او مدني ټولنو دغه استازي د يوه موټريز کاروان په ملتيا چې ملي بيرغونه يې له ځانونو سره لېږدول او د امنيتي ځواکونو د ستاينې شعارونه يې ورکول د کندهار ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او د ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت، د عامه نظم د پوليسو او ټرافيکو ته يې چمتو شوي سوغاتونه ورکړل او د هغوى ستړياوې يې وستايلې.
په کندهار کې د هېندارې تعليمي او ټولنيزې پرمختيا موسسې مشر غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننني مدني حرکت موخه د امنيت ساتلو په برخه کې د ملي ځواکونو د هڅو ستاينه او له هغوى سره د خلکو د همکارۍ او يووالي د روحيې غښتلي کول دي.
هغه زياته کړه، لسګونه ځوانان د کندهار ښار پر بېلابېلو واټونو وګرځېدل او په لارو کې د امنيت ساتلو په موخه ولاړو سرتېرو ته يې د اختر مبارکي ورکړه، هغوى ته يې چمتو شوي سوغاتونه ورکړل او هغوى ته يې دا پيغام ورکړ چې يوازې نه دي او ولس يې تر شا ولاړ دى.
د نوموړي په وينا، د امنيتي ځواکونو هڅې د ستايلو دي چې آن د اختر په ورځو کې يې هم خپلې خوښۍ د خلکو تر خوښيو قربان کړي او په سختو شرايطو کې يې امنيت خوندي کړى تر څو هغوى په ډاډمنه فضا کې اختر ولمانځي.
د پروګرام يوه ګډونوال او مدني فعال احمدشاه سپر هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوښيو په دې ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره د يووالي څرګندونه هغوى ته يو ډاډ دى.
د ده په خبره، ګڼو سرتېرو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خپلې کورنۍ يوازې پرې ايښي او دلته يې خلکو ته د ارام ژوند کولو فضا برابره کړې ده.
هغه د دولت تر څنګ له ملي سوداګرو او نورو ټولنو وغوښتل چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو قدرداني او لاسينوى وکړي.
امنيتي ځواکونو په کندهار کې له مېشتو فرهنګي او مدني ټولو مننه وکړه چې د هغوى هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري او د خوښۍ په دې ورځو کې يې يوازې نه پرېږدي.
هغوى په يوه اواز ژمنه وکړه چې د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.
د يادونې وړ ده چې په کندهار کې د سيد پوپل په نوم يوه شرکت د دغه پروګرام له لارې له امنيتي ځواکونو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن