ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په روان کال کې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ کندهار ته راستنې شوې دي

په روان کال کې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ کندهار ته راستنې شوې دي

author avatar
6 Oct 2014 - 09:03
په روان کال کې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ کندهار ته راستنې شوې دي
author avatar
6 Oct 2014 - 09:03

کندهار ( پژواک،١٤ تله ٩٣ ) : چارواکي وايي ، چې په روان کال کې د کندهار ولايت د سپين بودلدک ولسوالۍ له لارې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي، چې د تېر په پرتله يې شمېر نيم په نيمه کم دى.

د کندهار ولايت د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي پژواک خبري اژانس ته وويل، په روان ٢٠١٤ زېږديز کال کې د سپين بولدک له لارې ١٠٨٠ کډوالې کورنۍ په داسې حال کې بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي، چې نا امني، بې کاري، د سرپناه نه شتوالى او ګڼې نورې ستونزې پر خپل ځاى پاتې دي.

د ده په خبره، دغه کډوال د کندهار په ګډون د هېواد د ٣٤ ولايتونو اوسېدونکي وو، چې وروسته په خپلو- خپلو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه، په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه ٢١٤٦ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې وي، چې د سږ کال په پرتله يې شمېره لوړه وه.

نوموړي هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د کموالي لاملونه ناامني، بې کاري او د سرپناه نه شتوالى وګاڼه او ويې ويل، همدا ستونزې دي چې لا هم کډوال زړونه نه ښه کوي  چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د ده په خبره، په تېرو کلونو کې به هره ورځ د سپين بولدک له لارې له ١٠٠ تر ٢٠٠ کورنۍ هېواد ته راستنېدلې، خو دا شمېره کرار- کرار دغلته د ناامنۍ او بې کارۍ له زياتېدو سره راټيټه شوه.

نوابي زياته کړه، له را ستنېدونکو کډوالو سره اوسمهال يواځې د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR مالي مرسته کوي او د کورنۍ د هر غړي پر سر ٢٠٠ امريکايي ډالر ورکوي، چې د کندهار- سپين بولدک لويې لارې ته څېرمه په دامان سيمه کې يې دفتر پرانيستى دى.

خو هغه وويل، چې د کډوالو چارو رياست تر دې مهاله نه دى توانېدلى چې له مخکنيو او اوسنيو را ستنو شويو کډوالو سره لازمې مرستې وکړي.

ده وويل، د کډوالو چارو وزارت په تېرو ١٣ کلونو کې ان دومره و نه توانېده ، چې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې کډوالو کورنيو ته د استوګنې يوه- يوه نومره بېله کړي

د ده په خبره، کلونه وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مار غره سيمه کې د کډوالو د ښارګوټي لپاره ١٢ جريبه ځمکه بېله شوې، دا چې په دغه ځمکه کې ډېر زيات ماينونه خښ وو، په ډېر کړاو يې اړوندې موسسې دې ته چمتو کړې، چې دغه ځمکه له ماينونو پاکه کړي.

دى وايي، شپږ مياشتې وړاندې د کډوالو چارو وزارت يو پلاوى هم کندهار ته راغلى و، تر څو دغلته د ښارګوټي د جوړولو چارې پيل کړي، خو د هغوى تر تلو وروسته د کډوالو چارو رياست اړوند وزارت ته تر لسو ډېر مکتبونو ولېږل، خو هغوى کوم اقدام و نه کړ.

د کډوالو چارو رييس وايي، چې د نوي حکومت له پيل راهسې ورسره ٢٨٠٠ کډوالو کورنيو د استوګنې د ځمکو لپاره نومونه ثبت کړي دي، چې اوسنۍ ځمکه ورته بسنه نه کوي.

دى زياتوي، په همدې بنسټ په دامان ولسوالۍ کې هم د کډوالو د يوه بل ښارګوټي لپاره ٦ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د جوړولو لار څاري.

نوموړى په دې اند دى ، چې که په کندهار کې د کډوالو د سرپناه غم وخوړل شي او په دې ډاډه شي چې دلته کار او روزګار موندلاى شي، نو يوه کورنۍ به هم په ګاونډيو هېوادونو کې پاتې نه شي.

د ده په خبره، په دې وروستيو کې په پاکستان کې هم امنيتي حالت خراب شوى او د کار روزګار وضعيت ښه نه دى، چې له امله يې هلته مېشت کډوال له راز راز ستونزو سره مخ دي.

نوابي هيله وښودله ، چې د نوي حکومت له راتلو سره به خپلې هلې ځلې چټکې کړي، تر څو د کډوالو لپاره په ځانګړو شويو ښارګوټو کې خدمات چمتو او هغوى ته د سر پناه لپاره يوه- يوه نومره ځمکه ورکړي، تر څو کډوال وهڅول شي بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

ګڼ شمېر هغه کډوال چې په تېرو کلونو کې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي او دا مهال په کندهار کې مېشت دي، له راز- راز ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

حاجي عدالسلام چې د يوې ١٣ کسيزې کورنۍ مشر دى، درې کاله وړاندې د پاکستان د بلوچستان ايالت له کويټې ښار څخه بېرته خپل هېواد ته راستون شوى او دا مهال د ښار اړوند په نهمه ناحيه کې په يوه کرايي کور کې اوسېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ملګرو ملتونو له ادارې پرته ورسره هيڅ راز مرسته نه ده شوې، په داسې حال کې چې نه دغلته د سر پناه لپاره ځاى لري او نه هم د کار او روزګار زمينه ورته برابره شوې ده.

ده زياته کړه، په کويټه کې يې ژوند له ستونزو سره مخ و، په همدې بنسټ يې هوډ وکړ،  چې خپل هېواد ته راشي، خو دلته په يوه کرايي کور کې اوسي او مجبور دى چې د خپلو اولادونو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو په موخه د ډېرو کمو پيسو په بدل کې سخت کار وکړي.

هغه غوښتنه وکړه، چې تېر حکومت په پوره ديارلسو کلونو کې د کډوالو د ښارګوټي د جوړولو غم و نه کړ، په کار ده چې نوى حکومت په دې برخه کې جدي کار وکړي.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې اوسېدونکى عبدالمنان هم له نوي حکومت څخه ورته غوښتنه لري او ويې ويل ، چې که نوى حکومت کډوالو ته اسانتياوې برابرې کړي، نو ګڼ شمېر کډوال به بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

هغه پژواک ته وويل، ډېرې داسې کډوالۍ کورنۍ پېژني چې خپل هېواد ته د بېرته را ستنېدو هيله لري، خو دلته ستونزې يې مخه نيسي.

د کره شمېرو له مخې، لا هم د پنځه ميليونه په شاوخوا کې کډوال په پاکستان او ايران کې مېشت دي، چې له دې جملې څخه شاوخوا دوه ميليونه يې په پاکستان کې دي.

ولسمشر اشرف غني د خپل کمپاين پر مهال په کندهار کې له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د يوه منظم ميکانيزم له مخې به د کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې جدي کار کوي او دا چاره د هېواد پر امنيت مثبت اغېز لري.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.