کابل (پژواک ١٥ تله ٩٣): ټاکل شوې د تلې مياشتې په ١٦مه شپه له سعودي عربستانه کابل ته د افغان حاجيانو د را لېږد بهير پيل شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د افغان حاجيانو لومړۍ الوتکه د تلې مياشتې په ١٦مه د شپې مهال دوه نيمې بجې د کابل په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.
هغه وويل چې له سعودي عربستان څخه به په لومړۍ الوتکه کې ٢١٨ حاجيان را ولېږدول شي او ټاکل شوې چې دغه پروسه په ٢١ راتلونکو ورځو کې په ١١٨ الوتنو کې بشپړه شي.
د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستانه ټول ٢٣٩٨٠ تنه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
عابد زياته کړه چې سږ کال له کابل، فارياب، هرات، کندوز، غور او کندهار ولايتونو څخه ١١ حاجيان د عمر د ډېروالي له امله د حج فريضې د ادا کولو پر مهال وفات او همالته خاوري ته سپارل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن