ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نا امنيو په فارياب کې د پوهنې بهير زيانمن کړی

نا امنيو په فارياب کې د پوهنې بهير زيانمن کړی

author avatar
7 Oct 2014 - 10:28
نا امنيو په فارياب کې د پوهنې بهير زيانمن کړی
author avatar
7 Oct 2014 - 10:28

ميمنه (پژواک ١٥ تله ٩٣): د فارياب ولايت د پوهنې چارواکي او مخور په ځينو سيمو کې د نجونو د ښوونځيو له نشتوالي، د ځينو ښوونځيو له ويجاړو شوو ودانيو او همدارنګه د درسي توکو او او مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت کوي او غواړي چې دغه ستونزې په جدي توګه حل شي.

فارياب د هېواد له شمالي ولايتونو څخه دى چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

په فارياب ولايت کې ٥٣٠ ښوونځي فعال دي چې د ١٢٠زره نجونو په ګډون په کې ٣١٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي او د تدريس چارې يې د څه باندې اووه زره ښوونکو له خوا ترسره کېږي.

که څه هم په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د پوهنې بهير ښه وده کړې او په ښوونځيو کې د زده کوونکو حضور ډېر شوی، خو په ځينو برخو کې د نا امنۍ، کتابونو، د درسي توکو او مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله دغه بهير له ستونزو سره مخ دى.

د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ پخوانی ولسوال او قومي مخور محمدطارق د ولايت په مشرتابه او معارف نيوکه کوي او وايي چې د دې ولسوالۍ دېری ښوونځي ودانۍ او مسلکي ښوونکي نه لري، زده کوونکي ټولګيو ته نه حاضرېږي او د ښوونکو تنخوا هم نه حواله کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د نادم قيصاري لېسه چې د امان الله خان په دوره کې جوړه شوې وه، اوس د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.

دغه مخور زياته کړه: ((دغه لېسه چې اوسمهال د نجونو او هلکانو په ګډون دوه زره زده کوونکي لري؛ د نړيوالو مرستو پر راتلو سربېره هم نه ده رغول شوې.))

د قيصار د پوهنې مدير محمد ايوب وويل چې په دغه ولسوالۍ کې د لسو فعالو لېسو په ګډون ٥٢ ښوونځي شته چې په کې ٣٣ زره زده کوونکو ته د ٦٦٠ ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي، خو نا امني، د مسلکي ښوونکو، درسي کتابونو او مناسبو ودانيو کمښت دغه بهير له ننګونو سره مخ کړى دى.

هغه زياته کړه چې د ٥٢ ښوونځيو له ډلې يې يواځې ١٧ ودانۍ لري، پنځه يې په کرايي کورونو او پاتې نور يې په شخصي کورونو، په جوماتونو او تر ونو لاندې درس وايي.

هغه وويل: ((د پوهنې مديريت لا هم شخصي ودانۍ نه لري، د هر سراى او هټۍ په کونج کې فعاليت کوي او په دې وروستيو کې د خلکو په مرسته د نادم قيصاري لېسې په انګړ کې ورته دوې خونې جوړې شوې چې اوس هم له جدي ستونزو سره مخ يو.))

د قيصار د پوهنې مدير په ښوونځيو کې د نجونو د زده کړې په اړه وويل چې دوسله والو مخالفينو تر واک لاندې له سيمو پرته په نورو ټولو برخو کې نجونو ته تر شپږم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې او په نورو محلاتو کې هم فعال شتون لري.

د قيصار ولسوالۍ د چهلګزي ښوونځی شاوخوا اته سوه زده کوونکي لري. د دغه ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي سيد هدايت الله وويل سربېره پر دې چې تر شنه اسمان لاندې درس وايي، درسي کتابونه هم نه لري او ښوونکي يې پر وخت نه حاضرېږي.

دغه زده کوونکي زياته کړه: ((هره ورځ جګړه وي، کله ښوونځى وتړل شي او کله هم د جګړې تر درېدو پورې له سيمې تښتو او نه شو کولى په سمه توګه درس ووايو.))

دا چې د نجونو ښوونځي په ځينو سيمو او حتا په يوه ولسوالۍ کې هم نشته، خلک يې په اړه جدي اندېښنه لري.

د غورماچ ولسوالۍ يوه قومي مخور لعل محمد وويل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د شتون له امله د نجونو هېڅ ښوونځى نشته چې دا رښتيا هم د اندېښنې ځاى دى، نجونې بايد زده کړې وکړي چې په راتلونکي کې ښوونکې، ډاکټرانې او … شي، خو له زده کړې پاتې دي.

حضرت ګل چې له خپلې کورنۍ سره پنځه کاله وړاندې له ايران څخه غورماچ ته ستون شوى، وايي چې درې لوڼې يې د نجونو د ښوونځي د نشتوالي له امله له زده کړو بې برخې دي.

هغه وويل: ((لوڼو مو په ايران کې تر څلورم او اتم ټولګي پورې درس ويلى، خو کله چې وطن ته را ستانه شوو، د نجونو لپاره ښوونځى نشته، اوس يې زده کړې نيمګړې پاتې دي او بې برخليکه دي.))

حضرت ګل زياته کړه چې زده کړه په نارينه او ښځو دواړو فرض ده او دولت بايد نجونو ته د زده کړې او تحصيل زمينه برابره کړي.

د غورماچ ولسوال نعمت الله سرحدي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د يوې لېسې په ګډون ٢٣ ښوونځي شته چې ډېرى يې ودانۍ نه لري او ښوونکو يې حتا دوولسم ټولګى هم نه دى لوستى.

هغه له ځايي چارواکو غواړي چې د ښوونځيو جوړولو او مسلکي ښوونکو لږ تر لږه د دوولسم پاسانو استخدام ته پاملرنه وکړي.

سرحدي وايي چې د غورماچ ولسوالۍ ٦٥ سلنه برخه په کنټرول او يا د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې ده، که چېرې دولت د پوهنې او د عامه ګټو د پروژو د پلې کولو په برخه کې اقدام وکړي، نو خلک به سولې ته لېوالتيا پيدا کړي او امنيتي وضعيت به ښه شي.

خو د فارياب د پوهنې رييس احمدالله عرب د غورماچ ولسوالۍ د ستونزو په اړه وويل چې يوه لېسه او ٢٢ ښوونځي په دې ولسوالۍ کې فعال دي او درسي چارې يې د ١٢ پاس ښوونکو له خوا مخته وړل کېږي.

هغه وويل چې په غورماچ کې دوولسم پاسان نشته، يو کس ١٤ پاس و چې د ولسوالۍ د پوهنې د مدير په توګه مقرر شوى دى.

د پوهنې رييس ټينګار وکړ چې د غورماچ اکثره ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او لامل يې پرله پسې نا امنۍ او په تازه ډول له بادغيس ولسوالۍ څخه دغه ولايت ته د دې ولسوالۍ را بېلېدل.

عرب زياته کړه چې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونسيف) حاضر شو چې په غورماچ کې له پوهنې څخه ملاتړ وکړي او تر پوښښ لاندې يې ونيسي.

د فارياب په مرکز کې هم د پوهنې وضعيت د اندېښنې وړ ښودل کېږي.

د ميمنې ښار د تاتار دويم نمبر د نجونو ښوونځي سر ښوونکي وويل که څه هم ښوونځى يې د ښار په درېيمه ناحيه کې دى، خو بيا هم له ناوړه وضعيت سره مخ دى.

هغه زياته کړه چې دغه ښوونځى څه باندې زر زده کوونکي او يوه داسې ودانۍ لري چې ټول اته ټولګي په کې دي. دغه ودانۍ په ١٣٨٠ کال کې په ډېر ټيټ کيفيت جوړه شوې او اوسمهال د ويجاړېدو په حال کې ده، زده کوونکي په يخنۍ او ګرمۍ کې تر ونو لاندې درس وايي.

د تاتارخانې د نجونو ښوونځي سر ښوونکې وايي چې دغه ښوونځى د انګړ دېوال نه لري، چې د ملکيت ځينې برخه يې د ځينو کسانو له خوا د غصب کېدو په حال کې دي.

خو د فارياب د پوهنې رييس د پوهنې پر وړاندې ټولې ستونزې په نا امنۍ، مالي امکاناتو او د ښوونکو د بستونو پر نشتوالي پورې تړي.

عرب وويل، د ستونزې اصلې لامل د فارياب په ځينو سيمو کې د امنيت نشتوالى دى چې له امله يې د پوهنې کارکوونکي نه شي کولى چې د پوهنې له بهير او پوهنيزو پروژو څخه څارنه وکړي.

د فارياب د پوهنې رييس په ميمنې ښار کې د اضافه ښوونکو نه ور استول، په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو کمښت، په کافي اندازه د ښوونکو او کارکوونکو نشتوالى، له ازادې سيالۍ وروسته د دوولسم، څوارلسم او ليسانس د ګومارنې غوښتنه د پوهنې له لويو ستونزو بولي.

خو د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند سيد مسعود يعقوبي وويل چې تر اوسه يې د فارياب په کچه داسې راپور نه دى ترلاسه کړی چې د پوهنې پرسونل او غړي دې له امنيتي ستونزو سره مخ شوي وي.

هغه وويل: ((د پوهنې سکتور د دغه ولايت په هره برخه کې په ازادانه ډول فعاليت او خپل کار ته دوام ورکولى شي، کله چې د فارياب په لرو پرتو سيمو کې ښوونځي پرانيستي وي او وسله وال مخالفين هم ورسره کار ونه لري، نو څنګه کېداى شي چې پوهنه دې له امنيتي ستونزو سره مخ وي.))

يعقوبي زياته کړه چې تر اوسه امنيې قوماندانۍ ته د امنيتي ستونزو په اړه د پوهنې رياست له خوا کوم رسمي مکتوب نه دى استول شوى او که چېرې امنيه قومانداني پرې خبره شي، نو د پوهنې د امنيتي ستونزو په حل کې به اقدام وکړي.

د پوهنې رييس وويل چې په ټوله کې د فارياب په کچه ٧٨٥٠ نارينه او ښځينه ښوونکي شته چې له ډلې يې ٦٤ سلنه نامسلکي دي او اکثره يې دوولسم پاسان دي، ځينو يې په جوماتونو کې له ملا امامانو ابدايي زده کړې کړې دي.

ډېرى غير مسلکي ملا امامان د غورماچ، کوهستان او ګرزيوان په څېر لرې پرتو ولسواليو کې دي، په مسلکي ښوونکو کې يوازې شپږ ماسټران او پاتې نور ليسانس او څوارلسم پاسان دي.

د فارياب د پوهنې رييس زياته کړه چې د فارياب په مرکز او قيصار، خواجه سبزپوش، شيرين تګاب او اندخوى کې دارالمعلمينونه هم فعال دي چې مسلکي ښوونکي روزي او تر اوسه يې سلګونه مسلکي ښوونکي ټولنې ته وړاندې کړې دي.

د فارياب د پوهنې رييس وويل چې د پوهنې رياست د سمې ودانۍ نشتوالى، د ٢٣٤ ښوونځيو، مدرسو، دارالحفاظونو ته د ودانۍ نه شتون، د لېسو او منځنيو ښوونځيو د درسي کتابونو، وسايلو او تجهيراتو نه شتوالى، د ښوونکو لپاره په ځينو بانکي کوډونو کې د بوديجي کمښت، د مرکز او د اطراف د ښوونځيو د ښوونکو لپاره د مادي او معنوي امتيازاتو نه شتوالى له نورو ستونزو دي چې بايد حل شي.

خو هغه وويل چې تېره اوونۍ لومړنيو ښوونځيو ته د څه باندې يو ميليون ټوکه درسي کتابونو د وېش لړۍ پيل شوه چې دغه بهير دوام لري او د کتابونو په وېش سره د ١٩٠ زره زده کوونکو ستونزه هوارېږي.

د دې تر څنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري (UNHCR) هم له نهم څخه تر ١٢ ټولګي پورې کتابونه چاپ کړي چې د زده کوونکو په واک کې يې ورکړي دي.

بلخوا د قرغان ولسوالۍ چارواکي د امنيت له اړخه د دې ولسوالۍ د پوهنې پر وضعيت خوښي څرګندوي او وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پنځو لېسو په ګډون ٢٠ ښوونځي شته چې ټول د نجونو او هلکانو پر مخ پرانيستي دي.

د قرغان د پوهنې مدير محمدظاهر مرادي وويل چې د دغو ښوونځيو له ډلې يې ١٥ ښوونځي پوره ښوونکي او ودانۍ لري، خو لېسې بيا ليسانس او مسلکي ښوونکو ته اړتيا لري.

خو د پوهنې چارواکي وايي چې د بوديجې د ترلاسه کولو په صورت کې به دغه ستونزې حل کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.