ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار د ايوب خېلو پر خوړ پول جوړېږي

د خوست ښار د ايوب خېلو پر خوړ پول جوړېږي

author avatar
8 Oct 2014 - 15:05
د خوست ښار د ايوب خېلو پر خوړ پول جوړېږي
author avatar
8 Oct 2014 - 15:05

خوست (پژواک ١٦ تله ٩٣): د خوست ښار د ايوب خېلو پر خوړ د پول له جوړېدو سره به سلګونه کورنۍ د دغه ولايت له مرکز سره ونښلول شي او د تګ راتګ اسانتياوې به ورته برابرې شي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د دغه پله د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه پول چې ٨٨ متره اوږدوالى او اته متره سور لري، د جوړېدو چارې به يې په نهو مياشتو کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، پر ياد پله ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې نړيوال بانک يې ورکوي او په جوړېدو به يې لسګونه کلي د خوست له مرکز سره ونښلول شي.

د ده په وينا، په دغه ولايت کې د سړکونو ترڅنګ د ځينو پلونو او پولګوټو جوړېدو ته جدي اړتيا ده او له همدې به په يو شمېر نورو سيمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.

والي وايي، په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د ځينو نورو مهمو او بنسټيزو پروژو د پيلېدو شاهدان و اوسي.

د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامور شاه وايي، د ايوب خېلو ياد پول د هغو مهمو شپږو پلونو له ډلې څخه دی چې بوديجه ورته منظور شوې ده.

ده پژواک ته وويل، له تېرو شلو مياشتو راهيسې د درېيو پلونو د جوړولو چارې بشپړې شوې، پر يوه يې کار روان دی او د يوه بل يې نن د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دى زياتوي، د پلونو د ښه کيفيت او څارنې لپاره يې يوه مسلکي ډله ګومارلې چې له امله يې د جوړو شوو پلونو پروژې په ډېر ښه او لوړ کيفيت سره ترسره شوې دي.

د خوست د مرکز د ايوب خېلو سيمې يوه اوسېدونکي نور جمال الدين له پژواک اژانس سره په خبرو کې د پله پر جوړېدو د خوښۍ تر څنګ د ځينو ستونزو د هواري هيله څرګنده کړه.

هغه وويل، د سېلاب پر مهال يې د خوست له مرکز سره لاره تړل کېږي، ناروغان او يا ټپيان پر خپل وخت روغتون ته نه رسېږي او دغه راز ځينې نورې بېړنۍ اړتياوې هم ژر نه شي پوره کولای.

د يادونې ده چې اوس هم د موسمي بارانونو له امله د سېلابونو د راوتو پر مهال د خوست د ګڼ شمېر سيمو او ولسواليو د تګ راتګ لارې د دغه ولايت له مرکز سره تړل کېږي.

چارواکي وايي، دغه ستونزه يې جدي نيولې او هڅه کوي هغه سيمې چې د سېلاب راتلو پر مهال يې لارې تړل کېږي، د پولونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.