ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت هېواد د ابولا ويروس د لېږد د مخنيوي لپاره جدي تدابير نيولي

د عامې روغتيا وزارت هېواد د ابولا ويروس د لېږد د مخنيوي لپاره جدي تدابير نيولي

author avatar
9 Oct 2014 - 18:32
د عامې روغتيا وزارت هېواد د ابولا ويروس د لېږد د مخنيوي لپاره جدي تدابير نيولي
author avatar
9 Oct 2014 - 18:32

کابل (پژواک ١٧ تله ٩٣): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې هېواد ته د ابولا ويروس د لېږد د مخنيوي په موخه يې په هوايي ډګرونو کې خپل ټيمونه ګومارلي دي.

يادې څرګندونې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو مرستيالې ډاکټر ناجيې طارق د تلې په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دې وويل، دا چې سعودي عربستان د ابولا له وژونکې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه جدي تدابير په پام کې لرلي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم د دې ناروغۍ د وقايوي تدابيرو موضوع جدي نيولې ده.

د هغې په وينا، د عامې روغتيا وزارت، هېواد ته د ابولا ويروس د لېږد د مخنيوي لپاره جدي تدابير او د دې ناروغۍ په تړاو د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره د وقايوي تدبيرونو پروګرامونه په پام کې نيولي دي.

طارق وايي: “د ياد وزارت د بررسۍ ټيمونه د هېواد په هوايي ډګرونو کې ګومارل شوي، ترڅو مشکوک کسان وپېژندل شي او د دغه وايروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه هغوى ته لارښوونې وشي.”

هغې په داسې حال کې، چې ابولا يې لا علاجه ناروغۍ وبلله، وويل، چې په هوايي ډګرونو کې موظفو ټيمونو د دې ناروغۍ د نښو او درملنې په اړه د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

نوموړې دغه راز په يو شمېر سيمو کې د دې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي چارتونه او بروشرونه او حاجيانو ته د روغتيايي تعليماتو ښودل د وقايوي تدابيرو له جملې ياد کړل.

دا خبره په داسې مهال کېږي، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجيانو د رالېږد بهير تېره شپه پيل شو.

د عامې روغتيا وزارت مرستيالې وويل، په دې برخه کې يې له نړيوال روغتيايي سازمان او اړوندو څانګو سره ناستې لرلې او د نړيوال روغتيايي سازمان په همکارۍ چمتو دي، چې په ملي کچه په دې اړه پروګرامونه ترسره کړي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځينې افريقايي اتباع په افغانستان کې د انجوګانو، نړيوالو بنسټونو او يا د بهرنيو ځواکونو په چوکاټ کې په کار بوخت دي، دغه کسان به هېواد د ابولا ناروغۍ ونه لېږدوي، وويل، ټول بهرني اتباع چې افغانستان ته راځي، د روغتيا له پلوه چک کېږي او په دې اړه اندېښنه نشته.

د دې په خبره، دا چې نړيوال روغتيايي سازمان له ابولا ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره همکاري لري، نو دا وزارت په دې برخه کې جدي او مشخصه پاليسي لري.

د راپورونو له مخې، تراوسه پورې په نړۍ کې کابو ٣٤٠٠ تنو د ابولا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې زياتره يې د لوېديځې افريقا اوسېدونکي بلل کېږي.

ابولا له خونريزي سره مله يو ډول ويروسي تبه ده، چې يوه وژونکې ناروغۍ ګڼل کېږي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.