ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون رييس: په پوهنتون کې به بنسټيز اصلاحات رامنځته کړم

د ننګرهار پوهنتون رييس: په پوهنتون کې به بنسټيز اصلاحات رامنځته کړم

author avatar
9 Oct 2014 - 12:47
د ننګرهار پوهنتون رييس: په پوهنتون کې به بنسټيز اصلاحات رامنځته کړم
author avatar
9 Oct 2014 - 12:47

جلال اباد (پژواک ١٧ تله ٩٣): د ننګرهار پوهنتون نوى رييس وايي چې په دغه پوهنتون کې به د بنسټيزو بدلونونو په راوستو سره پوهنتون له بحراني حالت څخه را وباسي.

 پوهنوال ډاکتر محمدطاهر عنايت  د تلې په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، څرنګه چې په هېواد کې د نوي حکومت رهبري د فساد پر ضد کلکه مبارزه کوي، دى به هم د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي او  ننګرهار پوهنتون به بېرته خپل پخواني حالت ته راولي.

هغه زياته کړه چې  ننګرهار پوهنتون په هېواد کې د لاريونيانو د پوهنتون په نوم ياديږي، خو په دې وروستيو کې يې له استادانو او محصلينو سره په ګډ تفاهم د دغه پوهنتون د ښه والي لپاره نوي پلانونه جوړ کړي دي.

ده وويل: ((زه په دې سترګې نه پټوم چې دلته ستونزې نشته، خو ستونزې د هواري لارې لري او موږ پرې کار کوو.))

ډاکتر عنايت وايي چې ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه دويم پوهنتون دى چې په لسګونه دوکتور استادان او نور کدري غړي لري، خو په دې وروستيو کې د ځينو سياسي حرکتونو ښکار شوى او دى به يې ډېر ژر له دغه بحراني حالت څخه را وباسي.

د هغه په وينا،  سياسي حرکتونو د ننګرهار پوهنتون پر درسي پروسې هم منفي اغېز کړی، خو دى به محصلين پر علمي چارو بوختوي، تر څو له سياسي حرکتونو خلاص شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ او د پوهنتون استادانو په ګډه پلان نيولى چې دلته به علمي سيمينارونه جوړوو، څېړنيزې پروژې به عملي کوو، تر څو موږ په علمي برخه کې خپل توليد ولرو، له يوې خوا به محصلين هم مصروف شي او بلخوا به يې علمي کچه لوړه شي.))

دى وايي چې د هېواد له ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي سره يې هم په تېر اختر کې ټېلېفوني خبرې کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې د پوهنتون د ښه والي لپاره هر ډول مرستې او تمويل ته تيارى لري.

ډاکتر عنايت زياته کړه: ((په پوهنتون کې د بنسټيزو بدلونونو د راوستو په موخه راسره ولسمشر ژمنه کړې چې هر ډول همکاري به راسره کوي او ډېر ژر به ولسمشر له موږ سره د ويډيو کنفرانس له لارې اړيکې نيسي او په خپله به د پوهنتون چارې له نږدې څاري.))

د ننګرهار پوهننتون رييس وويل چې ولسمشر له  نورو چارو سره سره  ډېره پاملرنه اکاډميکو چارو ته کوي، نو له هغه سره د کړې ژمنې پر اساس به خپلې چارې په پوره قاطعيت سره ترسره کوي او دغه پوهنتون به د سيمې په کچه د معياري پوهنتونونو په قطار کې راولي.

ډاکتر عنايت وايي: ((دا يواځېنى پوهنتون دى چې ډېر لوړ رتبه استادن او علمي برنامې لري  او ژمنه کوم چې ډېر ژر به يو ځل بيا خپل پخوانى برم ترلاسه کړي او د هېواد په کچه به يو مخکښ پوهنتون وي.))

د ننګرهار پوهنتون رييس وويل چې په نږدې راتلونکي کې د پوهنتون د لا پرمختګ په موخه پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړوي او د دغه کار لپاره يې اووه کسيزه کمېټه هم جوړه کړې ده.

نوموړى وايي چې د علمي څېړنې د لا دودولو په موخه  به د څېړنې ځانګړې کمېټه جوړه کړي او ياده کمېټه به د څېړنيزو پروژو په عملي کېدا کې کار وکړي.

د ده په خبره چې په نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار پوهنتون ٥٠ مه کاليزه هم د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ولمانځي، چې د سيمې او هېواد په کچه ګڼ علمي، فرهنګي او سياسي شخصيتونه به په کې ګډون وکړي.

پوهنوال ډاکتر محمدطاهر عنايت څه موده مخکې د ننګرهار پوهنتون د نوي رييس په توګه ټاکل شوى دى.

ياده دې وي چې ننګرهار پوهنتون دا مهال ١٣ بېلابېل پوهنځي لري چې د شاوخوا ٥٠٠  استادانو له لوري  په کې نږدې ١٥زره محصلينو ته لوړې زده کړې ورکول کېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.