ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملاله: نوبل جايزه د پوهنې لپاره د کمپاين حوصله راکوي

ملاله: نوبل جايزه د پوهنې لپاره د کمپاين حوصله راکوي

author avatar
11 Oct 2014 - 19:13
ملاله: نوبل جايزه د پوهنې لپاره د کمپاين حوصله راکوي
author avatar
11 Oct 2014 - 19:13

کابل(پژواک، ١٩ تله ٩٣): د ٢٠١٤ کال د سولې نوبل نړيواله جايزه اولس کلنې پښتنې ملالې يوسفزۍ او يوه ٦٠ کلن هندي کيلاش ستيارتي ته ورکړل شوه. په ۲۰۱۴ کال کې د  سولې نوبل جايزې ته ۲۷۸ کسانو ځان نوماند کړي وو.

د ناروې د نوبل جايزې د ټاکلو کمېټې په دې اړه  په خپله پرېکړه کې ويلي “:دغو دواړو کسانو ته د ماشومانو او ځوانانو پر ضد د تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه”.

د يادې کمېټې مشر توربجورن جګلند ، ملاله د هغې د لاسته راوړنو لپاره وستايله او په دې اړه يې په خپلو خبرو کې وويل:”د ځوان عمر سربېره، ملالې يوسفزۍ څو کاله د نجونو د زده کړې د حق لپاره مبارزه کړې او دا مثال يې وړاندې کړی چې ماشومان او ځوانان هم کولى شي د خپل حالت د بدلون لپاره کار وکړي”.

 ملالۍ  يوسفزۍ  په ۲۰۱۲ کال کې  په پاکستان په سوات کې په يوه ښوونځي کې زده کړې کولې او زده کړو ته د نورو نجونو د رابللو پرمهال د طالبانو له لوري په سر په ډزو له لګېدو وروسته بهر ته د درملنې لپاره واستول شوه، خو هلته يې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

همدا ډول د ملاله د نوبل جايزې  چې څه باندې يو ميليون ډالر کېږي ٦٠ کلن هندى ستيارتي د مهاتما ګاندهي دى چې په خپل هېواد او له هېواده  بهر يې  د “ماشومانو نه د پيسو لپاره د ناوړه ګټې اخيستنې پر ضد يې” ګڼ سوله ييز اعتراضونه  او کمپاينونه ترسره کړې دي.

که څه هم نوموړې تېر کال هم دغه جايزې ته نومانده وه، خو هېچا هم فکر نه کاوه چې د سوات يوه  داسې پښتنه نجلۍ به د نوبل جايزه وګټي چې په خپل هېواد کې يې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ او د زده کړې د دښمنانو پر ضد له کوچينوالي مبارزه کوله.

ملالې ددې جايزې له اعلان وروسته خبريالانو ته په پښتو ژبه يوه لنډه وينا کې وويل چې ددغې نړيوالې جايزې ورکړه ورته لوړ افتخار دى. هغې زياته کړه:(( زه نن زياته خوشحاله يم، دا اېوارډ ماته حوصله راکوي چې د تعليم لپاره خپل جد و جهد جاري وساتم.))

يوسفزۍ زياته کړه چې دجهالت پر وړاندې جګړه کې پخوا يواځې وه، خو اوس ورسره ټول خلک ولاړ دي او ځان ورته يواځې نه ښکاري:)) موږ به ټول دنيا ته ښايو چې پښتون قوم همېشه امن غواړي او دوى غواړي چې ماشومان يې سکولونو ته ولاړ شي.))

د يادونې ده چې د سولې دا جايزه په داسې حال کې يوې پاکستاني پښتنې نجلۍ او يوه هندي ټولنيز فعال ته ورکول کېږي چې دغه دواړه هېوادونو د پخوا په څېر اوس هم په کشمير او نورو سرحدي سيمو کې يو له بل سره وسله والې نښتې کوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.