ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې يوه سيمه ييزه راډيو  وتړل شوه

په بغلان کې يوه سيمه ييزه راډيو وتړل شوه

author avatar
11 Oct 2014 - 13:58
په بغلان کې يوه سيمه ييزه راډيو  وتړل شوه
author avatar
11 Oct 2014 - 13:58

 پلخمري(پژواک، ١٩ تله ٩٢): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د “خوشي” په نوم سيمه ييزې راډيو دفتر بند او کارکوونکي يې ونيول شول.

د خوشي راډيو د امتياز څښتن او مسوول متين مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه راډيو تېره ورځ وروسته له هغه وتړل شوه، چې د لوى اختر په ورځ يې داسې يوه ظنزيه خپرونه خپره کړه چې په کې د يني عالمان او قاريان د قربانۍ د څرمنو په اړه دعوا او نښتې کوي.

هغه زياته کړه چې د خپرونو مدير ددغه ظنز له خپرونکي سره پروګرام بند کړ او د چلوونکو نه يې د توضيحاتو غوښتنه وکړه چې ظنز بايد له چک او کتنې وړاندې خپور شوى واى، خو عالمانو غبرګون وښود او راډيو يې بنده کړه.

مبارز زياته کړه چې دا د کارکوونکو له خوا يوه تېروتنه وه او بايد د راډيو خپرونو ته اجازه ورکړل شي.

د خوشي په نامه شخصي راډيو له تېرو څلورو کلونو راهيسې په مرکزي بغلان کې په ٢٤ ساعتونو کې ١٨ ساعته فرهنګي، سياسي، ټولنيزې او … خپرونې لري.

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وويل چې عالمانو ددغه طنز خپرېدل ځان ته سپکاوى بللى او نيت يې کړى و چې راډيو وسوځوي، خو پوليسو وتړله.

بشارت زياته کړه وروسته له هغه چې عالمانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ له محکمې څخه د راډيو د تړلو او کارکوونکو د نيولو حکم تر لاسه کړ، نو پوليسو د راډيو ١٢ کارکوونکي ونيول چې اوه يې خوشې شول او پنځه نور يې د دغه طنزي خپرونې د چلوونکي په ګډون تر اوسه هم په بند کې ساتلي دي.

بل خوا د بغلان ولايت د سيمه ييزو رسنيو چارواکو نن غونډه وکړه او د محکمې پرېکړه يې بېړنۍ او ناسمه وبلله.

د رسنيو په استازولۍ اجمل عمري وويل چې دغه موضوع بايد د رسنيو له قانون سره سم د رسنيزو سرغړونو کمېسيون له خوا څېړل شوې واى.

هغه زياته کړه:((دغه کار د بيان ازادۍ او د رسنيو خپرونو ته ګوزار دى او د بيان له ازادۍ سرغړونه ده.))

عمري وويل چې پوليس د راډيو د کارکوونکو د نيولو حق نه لري او د خوشې کولو تر څنګ يې بايد ددغې غږيزې رسنۍ خپرونو ته له سره اجازه ورکړل شي.

په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب ټولنې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع په کلکه غندلې او د بغلان له ځايي چارواکو يې غوښتنه کړې چې د خبريالانو او رسنيو د امنيت او خونديتوب لپاره جدي هڅې وکړي.

کمېټې له خبريالانو او رسنيو هم غوښتنه کړې چې په خپلو خپرونو او راپورونو کې سيمه ييز، کلتوري او مذهبي حساسيتونه په پام کې ونيسي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.