ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اله سای بېځايه شوي د مرستو غوښتنه کوي

د اله سای بېځايه شوي د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
12 Oct 2014 - 12:41
د اله سای بېځايه شوي د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
12 Oct 2014 - 12:41

محمودراقي (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د کاپيسا د اله سای ولسوالۍ د جګړو له امله بېځايه شوي خلک وايي چې ستونزو ته يې دې پاملرنه وشي.

دوى وايي چې په ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو د نښتې له امله تر سلو ډېرې کورنۍ کډوالې شوې او نورې کورنۍ هم سيمې پرېښودو ته اړې دي.

د اله ساى ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي او قومي مشرانو پرون د خپلو ستونزو د هواري په موخه محمودراقي تللي وو.

د شېرمحمد په نوم يوه سپين ږيري چې خپله سيمه يې پرېښې ده، پژواک خبري اژاسن ته وويل چې تر اوسه له بې ځايه شوو کورنيو سره هېچا مرسته نه ده کړې.

ده زياته کړه: ((کورونه مو له ولسوالۍ سره نږدې وو، د جنګونو له امله له خپلو کورونو نه شوو وتلى، ځکه مو کډې بار کړې.))

د هغه په وينا، د نښتو او بريدونو له امله يې کورونه ويجاړ شوي او کروندو ته يې هم زيانونه اوښتي دي.

شېرمحمد وايي چې د جګړو له امله يې مالونه مړه شوي او هر څه يې له لاسه ورکړي او حکومت بايد بېړنۍ مرستې وکړي.

د خيرالله په نوم يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې اله سای يوه غرنۍ دره ده او په روان کال کې هلته سيمه ييزو پوليسو هم فعاليت پيل کړ، خو په دغه کار سره هلته جګړې زياتې شوې دي.

د هغه په وينا، د ډېرو جګړو له امله خلکو ته د ځاني زيانونو اوښتو ترڅنګ مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

دی وايي: ((که حکومت په سيمه کې جګړه کوي، دوی ټول امکانات لري هغه نور خو مخالفين دي کله ورک او کله ښکاره وي نو حکومت خو دې د خپل رعيت ستونزو ته پام وکړي.))

هغه له حکومته له جګړو ځپلو سره د مرستو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د دوى لپاره دې د اوسېدو ځانګړى ځاى جوړ کړي.

د اله ساى ولسوالۍ بې ځايه شوي اوسېدونکي د کډوالو چارو رياست مخې ته له خپلو وړو ماشومانو سره يو ځاى د شکايت په توګه راغلي وو.

د کاپيسا د کډوالو او بېرته ر استنېدونکو چارو رييس محمد قسيم ملکزاده پژواک اژانس ته وويل، دوى له هغو کورنيو سره چې د جګړې له امله يې سيمې پرېښې وي، مرستې کوي .

هغه زياته کړه چې لومړى بايد د ولسوالۍ مسوولين دوى ته خبر ورکړي څو دوى له اړوندو مرستندويه ادارو سره په دې اړه غونډې جوړې او مرستې جلب کړي.

د کاپيسا والي جنرال محرب الدين ساپی وايي دوی به لازمې هڅې وکړي څو د اله سای د خلکو ستونزې حل شي او همداسې به يو مناسب ځای هم پيدا شي چې کډوال هلته سره راټول او د اوسېدو ستونزې يې حل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.